اسلام آباد 25 نومبر (اے پی پی) پاکستان افغانستان لپاره 1669 ټنه نه زيات د بشري مرستې سامان 13 كهېپ لېږلي دي٬ دغسې جنګ ځپلې هېواد لپاره د بشري مرستې رسولو عمل روان دے٬ د خوراك ٬ داروګانو او په شېلټر مشتمل دوه كهېپ د طورخم پولې څخه٬ دوه غلام خان پولې او يو د چمن بارډر د لارې لېږلے شوي۔ د ترکیه رېډ کرېسنټ سوسائټۍ، د آغا خان فاونډېشن، د رزق، په لاهور كښې د يو اسټارټ اپ او د كشمېر آړفن ريليف په همكارۍ سره د پينځو کنسائنمنټس بندوبست شوے٬ په دې كښې درې كهېپ د طورخم څخه٬ يو يو د انګور آډې او خرلاچي د لارې لېږلے شوي۔ په ذكر شوو پنځو كهېپس كښې 554 ټن خوراك، داروګان او شېلټرز شامل دي۔ د مرستې سامان لېږلو نه علاوه د ژمي موسم پېل كېدو سره د صحت خراب صورتحال اندېښنې له مخې د ناساپي وضعې مخنيوي لپاره د پاكستان طبي ډله هم د افغانانو مرسته كوي٬ پاکستان دوه طبي كمېپ جوړ كړي چې پكښې د 8120 رنځورانو معائنه شوې او د 530 رنځورانو د پاكستان د سترګو ماهر ډاكټر اپرېشنز هم كړې۔د 18م نه تر شلم نومبر كال 2021 په خوست كښې وړومبې فري آئي كېمپ لګولے شوے چې پكښې د 2670 رنځورانو درملنه او د 324 آپرېشنز شوي ٬ دوېم فري آئي كېمپ په محمد علی جناح روغتون كابل كښې د 22م نه تر 24م نومبر كال 2021 لګولے شوے چرته چې د كوچنيانو٬ مېرمنو او سپين ګيرو په شمول د 5450 رنځورانو درملنه او د 206 رنځورانو اپرېشنز شوې۔ دغسې افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو انخلاء نه پس پاكستان د بشري او اقتصادي تباهۍ مخ نيوي لپاره د افغانستان مرستې له په نړۍ زور رواړے ٬ غېر ملكي مشرانو سره د خبرو اترو په مهال د پاكستان مشرانو په نړۍ زور رواړے چې ھغوي د جغرافیائي سیاسي مفاداتو نه پرته د ضرورت په دې وخت كښې د افعانانو سره اودرېږي٬ دغسې پاکستان په دې وروستيو كښې افغانستان ته د 5 اربه روپو د انساني مرستې لېږلو اعلان كړے چې پكښې به 50 زره مېټرك ټن غنم٬ هنګامي طبي سامان، د ژمي په موسم كښې د پناه ځايونه او نور مهم سامان شامل وي۔ د بشري خواخوږۍ په توګه پاكستان هند ته د 50 زره مېټرك ټنه غنمو د پاكستان د لارې افغانستان ته د لېږلو اجازه هم وركړې ۔ دغسې حکومت هند كښې د ايسارو شوو افعان رنځورانو ستنېدو سهولت له هم باور وركړے او جنګ ځپلي معيشت ته اډاڼه وركولو لپاره پاکستان په مهمو افغان برامداتو اصولي ټېرف او سېلز ټېكس كښې د كمي هم منظوري وركړې۔