اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) پاكستان او روس د نړيوالې ترهه كرۍ مخ نيوي له او سلامتيا ته د پېښو چېلنجونو په اړه دوه اړخيزه رابطو پراخه كولو ته صلاحشوي او د ملګرو ملتونو٬اېس سي او پشمول په نورو مهمو نړيوالو فليټ فارمز د شريكو اندېښنو وړ چارو په ګډه لرېكولو لپاره ئې د عزم پخلے كړے ۔دا صلاح د نړيوالې ترهه ګرۍ مخ نيوي له او سلامتيا ته د پېښو نورو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د پاكستان روس جوائنټ وركنګ ګروپ د 9مې غونډې په موقع راغلې۔د خارجه دفتر وياند له مخې د روس پاكستان شريك وركنګ ګروپ 9مه غونډه د ګل په ورځ ماسكو كښې وشوه۔په غونډه كښې د دواړو هېوادونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د روس فېډرېشن د خارجه چارو نائب وزير اوليګ وي سيرو مولوټوف او د پاكستان د خارجه وزارت ايډېشنل سېكرټري نبيل منير د غونډې شريكه مشري كوله۔په غونډه كښې د پیښو چېلنجونو٬نړيوال او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پېښو خطرو پشمول د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد د نړيوال جنګ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال پاكستان او روس د نړيوالې ترهه ګرۍ په ضد د يو بل هڅې ومنلې۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه امنيت ته د پېښو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د زياتې مرستې په حاجت زور راوړلے شو او دانفارمېشن څانكې او په خاص توګه په انټرنېټ د ترهه ګرۍ ډنډورې خپرولو مقابلې او په غېر ملكي ترهه ګرو قابو موندلو له د خپل عزم تجديد وكړے شو۔دغسې دواړو هېوادونو د ترهه ګرو مالي معاونت په مخ نيوي په اړه د خبرو اترو روانو ساتلو له هم د عزم پخلے وكړو۔