د اولسي ستونزو د حل په اړه د غلط بياني كوونكو افسرانو په ضد به فوري كارروائي كولې شي. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 20 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د اولسي ستونزو د حل په اړه د غلط بياني كوونكو افسرانو په ضد به فوري كارروائي كولې شي، په سېټيزن پورټل د ا ولس د شكاياتو څارنه په خپله كوم، د وګړو د شكاياتو د حل په اړه غلط بياني كوونكو افسرانو سره به رعايت نه شي كولې. د خالي په ورځ د پي اېم ډي يو رپورټ نه پس وزيراعظم د صوبو سېكترانو او آئي جيز ته هدايات جاري كولو سره ووئيل چې د اولسي مسئلو په حل كښې به كوتاهي بالكل نه شي زغملې. په سېټيزن پورټل د اولسي شكاياتو په حل كښې د سركاري افسرانو د جعل سازې د انكشاف او د افسرانو په ضد د كارروائيو رپورټ وزيراعظم ته وړاندې كړے شو. پي اېم ډي يو د 254 سركاري افسرانو په ډېش بورډز د جعل سازې رپورټ تيار كړے دے. وزيراعظم ته په وړاندې شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په غلط بيانې د سركاري افسرانو په ضد كارروائې شوې ده. په پنجاب كښې د 154، په خېبر پښتونخوا كښې د 86 ، په سندھ كښې د 3 او په وفاق كښې د 11 افسرانو د ډېش بورډز پلټنې وكړې شوې. په پنجاب كښې 44 سركاري اهلكارو جعل سازي كړې، د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري د صوبې د 39 سركاري اهلكارو په ضد كارروائي كړې او جعل سازي كوونكي سركاري ملازمين معطل كړې شوي دي. په پنجاب كښې د 45 سركاري اهلكارو په ضد كارروائي شوې.

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں