اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د نوي بېلسټك مېزائل كاميابه تجربه زمونږ په دفاعي طاقت كښې مهمه اضافه ده. د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې د پاكستان د مېزائل پروګرام د نړۍ په يو څو غوره مېزائل پروګرامونو كښې دے. د زمكې نه په زمكه ويشتل كوونكي د نوي بېلسټك مېزائل كاميابه تجربه زمونږ په دفاعي طاقت كښې مهمه اضافه ده، ان شاءاللہ زمونږ قوت حرب به دې پياوړې اضافې سره لا موثر شي.