د او آی سي کنفرنس به افغانستان ته د ضروري مرستو او پاملرني په برخه کښې مهم رول ولوبوي٬وزیراعظم عمران خان به خصوصي خطاب كوي٬داخله وزيرشېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد وئيلي دي چې وزیراعظم عمران خان به د او آئي سي کنفرنس ته خصوصی خطاب کوې۔ د جمعې په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل او آئي سي غونډې لپاره راتلونكي بهرني مندوبین زمونږ ميلمانه دي د هغوې به خاص خيال ساتلې شي د هغوې خذمت او امنيت كښې به هيڅ ډول كمې نه شي كولې۔ ده ووئيل په دې کنفرنس كښې د 57 هېوادونو مندوبین او خارجه وزيران ګډون كوي ، د او آی سي دا کنفرنس به افغانستان ته د ضروري مرستو او پاملرني په برخه کښې مهم رول ولوبوي۔ ده ووئيل د او آئي سي کنفرنس کرېډټ موجودہ حکومت ته ځي۔ 40 كاله پس په پاکستان كښې او آئي سي کنفرنس کېږي دا ګام وزیراعظم عمران خان پورته كړې دې۔ ده ووئيل د دې کنفرنس په مهال به په اسلام آباد كښې د خالي او ګل ورځ په ورځ په ځائې توګه رخصتي وي ٬کنفرنس په پارلیمنټ كښې كېږي په دې مهال رېډ زون ته راتلونكې كه كومو ستونزو سره مخې كیږي نو د هغې معذرت كوم۔ ده ووئيل دا زيات مهم کنفرنس دې او د دې امنيت لپاره اقدامات پاك پوځ ، سویلین ادارې، ایجنسیز٬ سي ډي اے او د اسلام آباد پولیس په ګډه كوي

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں