اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سينئر خبريال طارق وردګ په مړينه خواشيني ښودلې. د خالي په ورځ د غمرازې په بيان كښې ده ووئيل چې د صحافت په څانګه كښې به د ارواښاد طارق ودرګ خدمات تل ياد ساتلې شي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.