ځوان كول د نشائي توكو لعنت نه ساتل زمونږ هدف دے٬ د اعجاز احمد شاه آرمرډ كور سېنټر نوشهره كښې د اېنټي ناركوټكس فورس چارواكو پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب

image

پېښور۔1دسمبر(اے پی پی) د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي ځوان كول د نشائي توكو لعنت نه ساتل زمونږ هدف دے٬ مونږ د نشائي توكو په پېدا كوؤنكو هېوادونو كښې نه يؤ خو د خپل جغرافيائي پوزيشن د لاسه د دې لعنت ښكار يؤ۔ د نشائي توكو په ضد جنګ پېل كړې شوې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه آرمرډ كور سېنټر نوشهره كښې د اېنټي ناركوټكس فورس چارواكو پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه وفاقي وزير په ټولو پاس آوټ كېدونكو اسسټنټ ډائرېکټرز،انسپکټرز،سب انسپکټرز او اسسټنټ سب انسپکټرز زور راوړو چې هغوي دې د هېواد او اولس د هيلو لمخې كار وكړي۔ هغه ووئيل ماته په دې وياړ دې چې د ټرېننګ او پرېډ معيار ډېر ښه وو ٬ كومه څانګه چې تاسو ټاكلې ده دا به د راتلونكو نسلونو سباؤن روښانه او محفوظ كړي۔ هغه ووئيل هيله لرم چې د اے اېن اېف پاس آوټ شوي افسران به خپل فرض په ښه ډول ترسره كړي او ثابت قدم به پاتې شي۔ هغه اپيل وكړو چې د كورونا نوي قسم څخه ځان ساتلو له بايد احتياط وكړې شي۔ زه ټولو ته د وېكسين لګولو خواست كوم۔ هغه ووئيل زمونږ هڅه ده چې دا نوې قسم پاكستان ته رانشي۔ هغه ووئيل احتياط او وېكسين لګولو سره دې نه بچ كېدل ممكن دي۔ هغه ووئيل د عمران خان د ګرين پاكستان خوب به ريښتيا شي٬ هغه ووئيل د پاكستان د ماحولياتي چېلنجونو مقابله كولو هڅې په نړيوال پلېټ فارم ستائلې شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں