اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان نن د زيارت په ورځ په يو ورځني دوره سکردو ته ځي۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم به د سکردو انټرنيشنل ائيرپورټ او ستراتيژيك جګلوټ سكردو روډ پرانسته كوي۔ وزيراعظم به د اسكردو په ميونسپل سټيډيم كښې يوې اولسي غونډې ته خطاب هم كوي۔ د دې نه وړاندې به وزیراعظم د ګلګت بلتستان (جی بی) حکومت د یو کال کارکردګۍ په اړه د يو شمېر پرمختیایي سکیمونو او د یو کال کارکردګۍ په اړه د بېلو غونډو صدارت کوي۔