اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي):خارجه وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي مالياتي بندېزونو او كنګل شوو اثاثو د افغانستان بېنکنګ نظام مفلوج كړے ٬ په افغانستان بنديزونهد ترهګرۍ او د سمګلنګ مخ نيوي مقاصد ختمولې شي٬ منجمد اثاثې انساني مقاصدو لپاره د فنډز په منتقلۍ كښې خنډ دي ، انسانان بچ كولو لپاره په بنديزونه نظر ثاني ضروري ده۔ د زيارت په ورځ په “خليج ټائمز” كښې خپور آرټيكل كښې خارجه وزير ووئيل د افغانستان د كنګل اثاثو بحالي انسانان بچ كولو لپاره ډېرې ضروري دي او په دې كښې نور تاخير د معاشي بربادۍ سبب جوړېدے شي۔ ده ووئيل دا ډول منظر نامه د ترهګرۍ او د سمګلنګ مخ نيوي له زمونږ شريك مقاصد ختمولې شي۔ ده ووئيل كنګلشوې اثاثېپه پبلك سروسز، تعليم او د صحت غوندې مهمو څانګو كښې ملازمانو ته د تنخاګانو وركولو په لړ كښې بنيادي خنډان لري۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د افغانستان اولس ته پام لرنه پكار ده٬ افغانستان متاثره كونكې انساني الميه رامخې تهكېدې شي كومه چې د نننۍ نړۍ بدترينه الميه ده او ملګرو ملتونو هم د دې خطر ادراك لرلے دے۔ دغسې عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش وئيلي دي افغانان د څو لسيزو جنګ او د عم تحفظ نه پس سختې وضعې سره مخ دي۔ ده ووئيل يو شمېر ډونرز٬ ملګرو ملتونو٬ نړيوالو تنظيمونو او د انساني همدردۍ ادارو د فراخدلۍ په سبب د خوراك څښاك څيزونه او د داروګانو مرسته كړې ٬ د محدودو وسائلو باوجود پاکستان د بشري خواخوږۍ په بنياد د درې كروړه ډالرو نه زيات معاونت كړے ، دغسې هيومينټرين سپلائز لپاره ئې فضائي او زمكيزې لارې وركړي او د تجارت په راهدارۍ كښې ئې سهولت وركړے خو اوس هم زياتې انساني همدردۍ او نور معاونت ته اړتيا ده ۔ خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو اندازه ده چې 5 لكه افغانان په كورنۍ توګه بې كوره شوي٬ نزدې 22.8 مېليونه افغانان د غذائي تحفظ نشتوالي سره مخ دي، د ورلډ فوډ پروګرام له مخې په سږني ژمي كښې د لكهونو په شمېره افغانانو له به د لوږې يا د كډې كولو ترمېنځه انتخاب كول وي، د ميډيا رپورټس دا اشاره وركړې چې د زرګونو په شمېر افغانان هېواد پرېښودو لپاره ستړې كوي، اوږد جنګ٬ په كليوالو سيمو كښې د اوږدې مودې وچ كالي٬ په ښاريو كښې د اقتصادي هڅو تعطل او د كرونا د سماجي او اقتصادي اثراتو په نتيجه كښې افغانان سختو ستونزو سره مخ دي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د ژمي موسم او لرې پرتو سيمو كښې د خوراك څښاك څيزونو په رسولو كښې ستونزې رامخئ ته دي، د ګورننس نازکهډھانچه، د سرمائې كمے او مالياتي بنديزونه په هېواد كښې په اقتصادي توګه د سختې وضعې عكاسي كوي چې په نتيجه كښې ئې انساني مشكلات زياتېږي۔ خارجه وزير ووئيل اوس دافغانانو د يوازې پرېښودو وخت نه دے او دوي تنها پرېښودل به يوه الميه وي چې په نتيجه كښې به ئې كډه كول، شخړې، عدم استحکام او ترهګري سر پورته كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل هم دا وجه ده چې پاکستان د او آئي سي کونسل د خارجه وزيرانو د غونډې په اسلام آباد كښې د دسمبر په 19مه نيټه كوربتوب كوي٬ د غونډې مقصد افغانانو سره د يوالي څرګندونه ده او د افغانستان انساني مرستې لپاره موثره چېلنج كښې معاونت كول دي٬ ده ووئېل او آئي سي د ملګرو ملتونو نه پس دوېم لوي تنظيم دے او د افغان اولس په مرسته كښې مهم كردار لوبولے شي٬ پاکستان هيله لري چې د او آئي سي غړي هېوادونهاو نړيواله ورورولي به په دې سخت وخت كښې د افغانانو هر ډول ممكنه مرسته وكړي