پاكستان د امريكې او چين سره د خپل نوعيت اړيكې لري، دا كوم زيرو سم ګيم نه دے،پاكستان د چا په وينا نه پخپله ډيموكريسي سمټ كښې د ګډون نه كولو پريكړه كړې ۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 15دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان د امريكې او چين سره د خپل نوعيت اړيكې لري، دا كوم زيرو سم ګيم نه دے،پاكستان د چا په وينا نه پخپله ډيموكريسي سمټ كښې د ګډون نه كولو پريكړه كړې، داسې نه ګڼم چې په ډيموكريسي سمټ كښې د ګډون نه كولو سره به د پاكستان او امريكې اړيكې وځپلې شي، پاكستان د كوم كيمپ سياست برخه جوړيدل نه غواړې بايد نړۍ هم د دې څخه ډډه وكړي، د پاكستان او چين اړيكې د وړاندې څخه زياتې قوي شوي، چين د كشمير مسئلې پشمول په هر ځاے نه يواځې د پاكستان د موقف تائيد كړے بلكه بشپړه ترجماني ئې هم كړې۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل امريكې پاكستان له ډيموكريسي سمټ كښې د ګډون كولو بلنه وركړې وه، مونږ په سنجيدګۍ سره په دې كښې د ګډون په اړه سوچ كړے ؤ خو د حالاتو ترمخه مونږ په دې سمټ كښې د ګډون نه كولو پريكړه كړې،د امريكې نائب خارجه وزير سره زما ټيلي فوني خبرې شوي او هغه زما نكته نظر اوريدلے ۔ ده ووئيل بله غونډه كيدونكې ده او امريكا غواړي چې پاكستان خپل كردار ترسره كړي ۔ شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان د امريكې سره ښې اړيكې غواړي، مونږ ګڼو چې د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې د ښه والې ګنجائش شته،مونږ جيو اكنامك ته پام لرنه كوو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي اړيكو زياتولو واضح امكانات شته۔ده ووئيل چين سره اړيكې د وړاندې څخه زياتې قوي دي ، چين په فيټيف زمونږ ملګرتيا كړې ، د پاكستان ئې په هر ميټنګ كښې ترجماني كړې او په هر ځاے ئې د پاكستان موقف ستائېلے دے، ده ووئېل چين نړۍ له باور وركړے چې پاكستان د مني لانډرنګ او ټيررفنانسنګ ختمولو له څه څه اصلاحات كړي،دې نه ځانله چين د كشمير په مسئله سلامتي كونسل كښې چې كوم كردار ترسره كړے او څه ډول ئې د پاكستان ترجماني كړې هغه د چا څخه پټه پناه نه ده۔ده ووئيل تير دوه كلونه د نړۍ لپاره د غيرمعمولي نوعيت وؤ ، چين د كوويډ 19 چيلنج په وجه زيات محتاط پاتې دے او په ځينې مهمو كنفرنسونو كښې ئې ګډون نه دے كړے۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں