اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) صدر عارف علوي په بېلا بېلو پېښو كښې د پاك پوځ د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره تماس نيولې او په لويو قربانو او قوم لپاره په خدماتو ئې شهيدانو ته پېرزوينه وړاندې كړې ده او د دوي كورنيو لپاره ئې د زغم دعا كړې. د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د دسمبر په 6مه نېټه د چورلكې په پېښه كښې د شهيد شويو مېجر راجه ذيشان جهانزېب او مېجر محمد عرفان برچا كورنيو سره غمرازي كړې ده. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نومبر په 27مه نېټه په شمالي وزيرستان كښې د شهيد شويو پوځي ځوانانو كورنيو ته هم ټيليفون كړے او د شهيدانو كورنيو سره ئې غمرازي او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا كړې ده. صدر مملكت د لانس نائيك عارف او نائيك رحمان كورنيو سره هم خبرې اترې او غمرازي كړې. صدر مملكت د نومبر په 8مه په شمالي وزيرستان كښې د شهيد سپاهي غفور جان كورنۍ سره هم خبرې وكړې او دوي سره ئې غمرازي وكړه. صدر مملكت غم جنو كورنيو سره غمرازي كولو سره په لويو قربانيو او قوم لپاره په خدماتو شهيدانو ته پېرزوينې وړاندې كړې او د دوي كورنيو لپاره ئې د زغم دعا وكړه.