يو مضبوط او مستحكم پاكستان د كشمير شخړې مقدمه نړۍ سره په فعاله ډول پورته كولې شي ٬ د وزيراعظم سلاكار قمر زمان كائره

image

اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان كائره وئيلي دي په كوم هم دور كښې په كشمير پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې شوې٬ يو مضبوط او مستحكم پاكستان د كشمير شخړې مقدمه نړۍ سره په فعاله ډول پورته كولې شي ٬ نجي ميډيا دې هم د ملي ميډيا په څير د كشمير شخړه په ډاګه كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده د زيارت په ورځ د اقبال انټرنېشنل انسټی ټیوټ برائے تحقیق و مکالمه تر اهتمام لاندې د كشمير يووالي په تناظر كښې سيمينار ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ د سيمينار صدارت وائس پریذیډنټ پروفېسر ډاکټر نبی بخش جمالی كولو۔ سیمینار ته د خارجه دفتر پخواني وياند او سفير عبد الباسط ٬ د كشمير چيئر مشر برېګیډیئر (ر) محمد خان، حریت لارښود شېخ عبدالمتین، د وائی اېف اېګزېکټو ډائریکټر زمان باجوہ او د اسلامي نړيوال پوهنتون د اردو څانګې مشر ډاکټر کامران کاظمی هم خطاب وكړو۔ قمر زمان كائره ووئيل كشمير په نړۍ كښې د پاكستان مقدمه ده او مونږ دا پورته كوؤ ٬ د كشمير مقدمه زمونږ نه زياته كشميري حريت خوښو د ځانونو قرباني وركولو سره وړاندې كړې ده۔ ده ووئيل ذوالفقار علی بھټو كشمير لپاره تر 100 كالو د هڅو كولو عزم كړې وو۔ ده ووئيل هند كه د كشمير په اړه ښه رايې نه لري نو مونږ هم خپل دريځ څخه شاته كېدې نه شؤ۔ ده ووئيل په تحريكونو كښې تشدد تحريكونو لپاره ښه نه وي ٬ په كشمير كښې هم د آزادۍ تحريك لپاره د وسلې پورته كولو پالېسي سمه ثابت نه شوه خو ددې دا مطلب نه دې چې كومو كسانو قربانۍ وركړې دي هغه سمې نه دي۔ دغه مهال په نړۍ كښې د آزادۍ مسلحه ھڅې روانې وې۔ ده ووئيل كه په افغانستان كښې د ټوپك په زور حكومت تسليم كړؤ نو بيا به داسې خلق دلته هم رامخې ته شي۔قمر زمان كائره ووئيل د پاكستان د ټولو ګوندونو د كشمير په اړه پالېسي ښكاره ده او څوك چې دې څخه د اخوا كېدو هڅه كوي هغه به د تېر وخت په څير د عبرت نشان جوړېږي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں