د او ائې سي خارجه وزيرانو د كونسل 17 مه غونډه سبا د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې كېږي ٬ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد۔17دسمبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم او ائې سي د خارجه وزيرانو كونسل 17 مه غېر معمولي غونډه سبا د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې كېږي۔ سعودي عربستان د چيئر په حېث د افغانستان په اړه د غېر معمولي غونډې كولو وړاندېز وركړے ؤ او پاكستان ئې هركلي كولو سره د كوربتوب كولو وئېلې وو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د او آئی سی غړو او مبصر هېوادونو خارجه وزيرانو په شمول په غونډه كښې ګډون كوؤنكو كښې د ملګرو ملتونو ٬ نړيوالو مالياتي ادارو ٬ امريكا ٬ برطانیه، فرانس، چین، روس، المان ، اطاليا،جاپان او د اروپائي ائتلاف نمائندګان شامل دي۔ افغان عبوري حكومت به هم په غونډه كښې نمائندګي كوي۔ دا غونډه په افغانستان كښې د ناوړه بشري وضعيت تر مخه رابللې شوې ۔ افغان اولس سره د يو والي څرګندونې نه ځانله هيله ده چې د خارجه كونسل دا غونډه به په افغانستان كښې د خرابېدونكي صورتحال په خاص توګه د خوراك په كمي قابو موندلو او د ممكنه معاشي تباهۍ مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔ وياند ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې افغانستان سره د نړيوالې ورورولۍ پرله پسې تماس ضروري دے۔ د غېر معمولي غونډې كوربتوب د افغان اولس ملاتړ لا مستحكمولو له د پاكستان د سفارتي هڅو څرګندونه ده۔ ده ووئېل غېر معمولي غونډه په افغانستان كښې د امن او استحكام او د افغان اولس پرله پسې خېر ښېګړې له د پاكستان د مستقل عزم او پرله پسې هڅو عكاسي كوي۔ غونډه به د افغان اولس بشري حاجتونه ترسره كولو له مرستياله او د كوټلو ګامونو اغستو موقعه وګرځي۔

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں