صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد يوې مېرمن ته د كور ملكيت بېرته وركولو احكامات جاري كړل

image

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد يوې مېرمنې ته د هغې په كور د شوې قبضې ختمولو په اړه د هراسيت مخ نيوي وفاقي محتسب پريكړه برقراره ساتلو سره ځپلې مېرمن ته د كور ملكيت بېرته وركولو احكامات جاري كړي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مېرمن د ملكيتي حقونو نفاذ ايكټ تر مخه د ځايې كمشنر د لارې د ځپلې مېرمند قيمتي جائيداد بحالولو حكم وركړے۔په دې اړه په خپله پريكړه كښې صدر هدايت كړے چې په جائيداد غېر قانوني قبضه ختمه كړئ او كه ضرورت پیښ شو نو ژندرېورله ماتې كړئ او د ملكيت بېرته اخستو په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره او حقدار ته خپل جائيداد بېرته وركړئ ۔په پريكړه كښې وئېلې شويد عاليه فضل(شكايت كونكې) د جائيداد ټائتل بحالولو يا د قبضې وركولو لپاره يو ځايې كمشنر دې تقرر كړے شي٬په دې لړ كښې ځايې كمشنر د ضرورت په وخت د ځايې پوليس مرسته اغستلې شي۔د ځايې تهاڼې اېس اېچ او له پكار دي چې هغه ځايې كمشنر ته مرسته وركړي او ځايې پوليس پهمتعلقه وخت كمشنر سره موجود وي ۔صدر مملكت په خپله پريكړه كښې د تورن بې بنسټه دريځ مسترد كولو سره وئېلي دي تورن دخپل كور ټائټل ثابت كولو لپاره هېڅ نه دي وړاندې كړي٬دغسې د محتسب احكامات په ضد د نمائندګۍ راوړلو كوم جواز نشته ۔د يادونې وړ ده د مېرمن عاليه فضل پلار په بحريه ټاؤن اسلام آباد كښې د خپل كور معاملات چلولو لپاره هغه اټارني مقرر كړې وه٬كور د كال 2007 نه تر كال 2016 بېلو كسانو ته په كرايه وركړے شوے ؤ او د دې نه پس بيا خالي ؤ ۔د شكايت كونكې ورور چې په كال 2020 كښې كور ته لاړو نو پته ولګېده چې نامعلومو كسانو په غېر قانوني توګه په كور قبضه كړې ۔د قبضې اطلاع بحريه تاؤن او ځايې پوليس ته وركړې شوه ٬پوليس تورن راوغوښتے ؤ چا چې د كور خالي كولو ضمانت وركړو۔د دې نه پس تورن په عدالت كښې مقدمه دائر كړه چې كور په كال 2008 كښې د يوې لوظنامې په بنياد اخستلےشوے او يوه جعلي لوظنامه ئې هم وړاندې كړه۔شكايت كونكې په كور د قبضې خلاصولو لپاره د هراسيت مخ نيوي محتسب سره رابطه وكړه او دغسې د هراسيت مخ نيوي وفاقي مختسب د شكايت كونكې په حق كښې احكامات جاري كړل۔د دې نه پس تورن صدر مملكت ته د محتسب احكاماتو په ضد درخواست وركړو كوم چې په بې بنسټه وګرځزلے شو او رد كړے شو

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں