پېښور 11 مئي (اے پي پي)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د پيكسو هېډكوارټر دوره كړې۔چيف ايګزېكټو محمد جبار خان او د پيسكو نورو اعلٰی افسرانو د هغه تود هركلے كړے ۔د ملاقات په مهال د پيسكو چيف ايګزېكټو محمد جبار خان د پيسكو په انتظامي چارو بريفنګ وركړو۔د دې نه پس د توان وزير د پيسكو چارواكو ته د خپل اړخه باور وركولو سره په موقع احكامات جاري كولو كښې وئېلي دي په ګرېډ سټېشن او فيډرز به كار تندولې شي او زر تر زره بشپرولو سره به اولس ته رېليف وركولې شي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې به د برېښنا ترسيل باوري كولې شي۔