وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د پنجاب سپيکر چوهدري پروېز الٰهي ټېلي فوني تماس

image

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوهدري پروېز الٰهي ټېلي فوني تماس ونيولو او د لاهور دورې په مهال د چوهدري شجاعت حسېن په عيادت كولو ئې د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه٬ د دواړو مشرانو ترمېنځه د پيكا قانون پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ چوهدري پروېز الٰهي وفاقي وزير په پيكا قانون د ميډيا پارټيز د تحفظاتو نه خبر كړو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پنجاب سپيكر دې په پيكا قانون د ميډيا او حكومت ترمېنځه د ثالث كردار ادا كړي۔ ده ووئيل حكومت د اظهارۍ په آزادۍ پوخ باور لري۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې مونږ په موثره رېګولېشن كار كوٶ او په حكومت د تنقيد هركلے كوٶ خو د تنقيد په شا د چا په ذات بريد كول بېخي سم نه دي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پنجاب سپيكر به د ميډيا ډلو سره چې كومې معاملې ترسره كړي حكومت به په ھغې عملدرآمد كوي

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں