قامي اسمبلۍ د پاكستان آئين په خلاف ورزۍ او د غېر آئيني رويو په ضد قرارداد منظور كړو

image

اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د پاكستان آئين په خلاف ورزۍ او د غېر آئيني رويو په ضد قرارداد په يوه خله منظور كړے او په قرارداد كښې صدر مملکت ته وئيلي شوي چې تاسو د آئين د تحفظ سوګند پورته كړې، صدر دې ګوند سره د تړون نه پرته په آئيني توګه د خپلې چوكۍ زمه وارۍ ترسره كړي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې محسن داوړ ووئيل د تېرو څو اوونيو راهسې چې د پاكستان آئين سره څه روان دي په دې بايد كاروائي وكړې شي٬ د سپيکر، دوهم سپيکر، د پنجاب ګورنر لخوا د آئين د پامالۍ بايد نوټس واخستلے شي٬ دا ډول اقدامات سره به هېواد كښې اړے ګړے راپېدا شي٬ ده ووئېل د پاكستان آئين د هېواد چلولو لپاره يو واضح دستاوېز دے ٬ بايد مونږ آئين څخه سرغړونه ونه كړو٬ د دې نه پس په ايوان كښې قرارداد وړاندې كړے شو چې د قانون پابندي د هر وګړي ذمه واري ده ۔ د صدر مملکت د چوكۍ دا تقاضا ده چې ھغه خپل ذاتي مفادات لپاره دفتر استعمال نه كړي بلکې صدر مملکت د آئين دفاع او تحفظ ذمه وار دے۔ په قرارداد كښې صدر مملکت ته وئيلي شوي چې ھغه دې د آئين له مخې د ګوند نه پرته خپله وظيفه ترسره كړي۔ دغسې سپيكر راجه پروېز اشرف قرارداد ايوان ته وړاندې كړو د كوم چې اپوزيشن مخالفت وكړو۔ د اپوزيشن او د حكومت غړو لخوا د بحث نه پس سپیکر قرارداد ایوان ته وړاندې كړو كوم چې په يوه خله منظور كړے شو

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں