اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی)پاکستان په هر قیمت د خپلواكۍ او جغرافيائي سلامتيا دفاع كولو له د خپل عزم پخلې كوي۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي يو بيان ترمخه نن زمونږ په فضائي حدودو کښې د هندوستان د فضائي بريدونو په ځواب کښې د پاکستان لخوا د مثالي ځواب وركولو درې كلونه بشپړ شوي دي۔ د فرورۍ په 26 مه نېټه كال 2019 د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي كولو سره هند د پاكستان د فضائي پولو حلاف ورزي كولو سره په پاكستانۍ سيمه بريدونه وكړل۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان لمخې زمونږ مېړنيو ځواكونو د پاكستان د خپلواكۍ د خلاف ورزۍ هڅه په وخت كارروائي كولو سره ناكامه كړه۔ په 27 فروری 2019 يو وارې بيا دوه هندي الوتكو د پاكستان د هوائي پولو خلاف ورزي وكړه كومې چې د پاكستان هوائي پوځ الوتكو رانسكورې كړې۔ د نسكورې كړې شوې الوتكې نيولې شوې پائيلوټ د خېر سګالۍ جذبې لاندې بېرته ولېږلې شو۔ پاكستان په سيمه كښې امن او استحكام غواړي۔ د پاكستان حكومت ٬ وسله وال ځواك او اولس د كوم هم جارحيت په ضد د خپلواكۍ او جغرافيائي سلامتيا دفاع كولو پوخ عزم لري۔ دا ورځ لمانځلو سره مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئله په سولييزه ډول د حل كولو عزم تكرار كوؤ۔ مونږ د ملګرو ملتونو په شمول په نړيواله ورورولۍ زور راوړؤ چې هغه دې په مقبوضه كشمير كشې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو او د انسانيت په ضد د جرمونو په كولو د كوم ځنډ نه غېر هند انصاف سره مخامخ كړي