كاناډا تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق د كاناډا هائي كمشنر سره په ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق د كاناډا حكومت لخوا د سېلاب ځپليو په مرسته كولو پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر مننه وكړه۔ د شورو په ورځ په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر ليزلے سكان لونا سره په ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې په كاناډا كښې بېلو برخو سره تعلق لرونكي پاكستاني كميونټي ژوند كوي۔ ده ووئيل چې كاناډا تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړی۔وفاقي وزير د پاكستان او كاناډا ترمينځه په دوه اړخيزه تجارتي اړيكو هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په څانګو كښې پراخا استعداد موجود دې۔ د كاناډا هائي كمشنر وفاقي وزير ته ووئيل چې كاناډا په پاكستان كښې په بېلو څنګو كښې پروژې پیل كړې دي۔ده ووئيل چې زمونږ هېواد پاكستان سره په بېلو څانګو كښې تجارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركول غواړي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې د كار استعداد څخه بشپړه استفاده ترلاسه شي۔(

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں