اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان خپل وركرز په سړكونو پرېښود سره خپله بني ګالا ته اوده كېدو له تللے٬ د ھغه لانګ مارچ ناكامه شوې، اولس هغه وئيلي چې مونږ د پرمختګ او خوشحالۍ سياست غواړؤ، د لشکر کشۍ، فساد او د فتنې سياست مسترد كړې شوې دې، حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، د ټاكنو اعلان به حکومت او اتحادي ګوندونه په خپل وخت كوي، وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان اولس معاشي بدحالۍ نه ويستلو لپاره شپه او ورځ خواري كوي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل پرون ټول قام وليدل چې په تخريبي او تعميري سياست كښې څه فرق وي۔ دې ووئيل د پاكستان اولس دا څېرې پېژندلې دي، په كال 2014 كښې هم عمران نيازي دهرنا كړې وه او خالي لاس تللې ٶ، دا ځل هم ھغه خپل وركرز په سړكونو پرېښودو سره بني ګالا ته اوده كېدو له تللې۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان آئي اېم اېف سره مذاكرات ناكامه كولو لپاره ډرامه كړې٬ دوي د پوليس په ګاډو بريد كړې٬ پوليس اهلكار شهيدان شوي٬ عمران خان د سپريم کورټ د پرېكړې توهين كړې٬ په كنټېنر ئې اعلان وكړو چې هېڅ پرېكړه نه ده شوې، ډي چوك ته راورسۍ٬ كله چې دوي ډي چوك ته رانزدې شول نو بيا ده سره يوازې يو څو كسان پاتې شوې وو، بيا د هلته نه وتخښتېدل۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې د عمران خان د شپږ ورځو الټي مېټم د ده د ناكام سياست ماتم دے ھغه به اوس كله هم بېرته نه راستنېږي