د وفاقي وزير سردار اياز صادق په مشرۍ كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې هلو ځلو لپاره د جوړې كړې شوې ډونرز كوآرډينېشن سټيئرنګ كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 02 فروری(اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي چې حكومت په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بيا ودانۍ او بحالۍ هلې ځلې په سپيځلي ډول د وړاندې بوتللو عزم لري۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې هلو ځلو له د جوړې كړې شوې ډونرزكوآرډينشن سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د آذربائيجان٬ډنمارك٬جاپان٬جمهوريه كوريا او قطر سفيرانو٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن٬د ملګرو ملتونو ريذيډنټ كوآرډينېټر٬يو اېن ډي پي٬د آسيائي پرمختيائي بانك٬اروپائي ائتلاف٬نړيوال بانك٬نړيوال مالياتي فنډ٬يورپين پروټيكشن اينډ هيومينټرين اېډ آپرېشن٬يو اېس اېډ٬ اېف ډي سي او٬ د فرانسيسي پرمختيائي ادارې استازي او د المان سفارتخانې ډوېلپمنټ كوآرډينېشن هيډ ګډون وكړو۔ سردار اياز صادق د ټولو ګډون كونكو هركلے وكړو او په جنيوا كښې په دې وروستيو كښې په راجوړ كړې شوي كنفرنس كښې د سېلاب ځپليو كسانو مرستې لپاره پاكستان سره په مرسته د هغوي مننه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل چې حكومت په سېلاب ځپليو سيمو كښې د تعميرنو او بحالۍ هلې ځلې په سپيځلي ډول د مخ په وړاندې بوتللوعزم لري۔ده په دې لړ كښې د انټرنېشنل پارټنرز سپورټ ګروپ جوړېدو هم حواله وركړه د كوم ذكر چې جنيوا كنفرنس كښې شوې وو۔د غونډې ګډون كونكو د حكومت او ډونرز ترمينځه په رابطه كارۍ كښې د اضافې په ضرورت زور راوړو دغسې چې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالۍ هلو ځلو موثره منصوبه بندي وشي۔د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري د بېلو هېوادونو او ډونرز لخوا د شويو اعلانانو تفصيلات شيئر كړل

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں