د خېبر پښتونخوا په وزيراعلٰی هاٶس پېښور كښې د آزادې ورځې دستوره وشوه

image

پېښور 14اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په وزيراعلٰی هاٶس پېښور كښې د آزادې ورځې دستوره وشوه. په دستوره كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د خاص مېلمه په توګه قومي بېرغ هسك كړو. په دې مهال د پوليسو چټك ډلې سلامي وكړه او قومي ترانه وغږول شوه. په دې موقع وزيراعلٰی د ګرين ډے په مناسبت بوټې هم نال كړو. په دستوره كښې صوبائي وزير انورزېب ، د وزيراعلٰی خاص مرستيال كامران بنګش، لنډ مهاله چيف سېكرټري ظفر علي شاه، د پوليسو انسپكر جنرل معظم جاه انصاري، د پېښور كمشنر رياض محسود، سي سي پي او عباس احسن او نورو سركاري چارواكو هم ګډون وكړو. دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعلٰی محمود خان ووئيل چې د اګست 14مه نېټه د لوظ د پخلي كولو ورځ ده، بايد نن مونږ د دې لوظ پخلې وكړو چې مونږ به د پاكستان جوړونكو د وژن له مخې يو عظيم رياست جوړولو لپاره خپل اجتماعي او انفرادي كردار په ښه ډول ترسره كوو. د هېواد او قوم ګټو ته به په سياسي او ذاتي ګټو ترجيح وركوو. ده ووئيل چې آزادي يو لوي نعمت دے، نن چې مونږ په آزاد وطن كښې ساه اخلو ، دا زمونږ د مشرانو د لويو قربانيو او هڅو نتيجه ده. نن خپلو مشرانو ته د عقيدت د پېرزوينې وړاندې كولو ورځ ده. ده ووئيل چې د آزادې په ورځ بايد مونږ د دې هېواد د پولو حفاظت كوونكو او د امن په ځائ ساتونكو امنيتي اهلكارو قربانې هم هېرې نه كړو. ده ووئيل چې د جشن آزادې په موقع مونږ مقبوضه كشمير اولس سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوو او آزادې لپاره د دوي د سفارتي او اخلاقي ملاتړ پخلې كوو. ده ووئيل چې اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د قائداعظم محمد علي جناح او علامه اقبال د وژن له مخې يو اسلامي فلاحي رياست جوړولو لپاره هڅې كوي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں