د ميډيا بې وزله كارمندانو ته د قانوني مرستې حق وركول زمونږ فرض دي۔ چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد۔21اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسین وئیلي دي چې میډیا ډویلپمنټ اتھارټي كښی د ميډيا وركرز خپل آرګنائزېشن سره په لوظنامه عملدرآمد لپاره ميډيا ټريبونلز ته د رجوع كولو او په فېك نيوز د جرمانې حقونو نه علاوه په مجوزه قانون كښې هر بدلون منظور دے ٬ بياهم بې وزله ميډيا كارمندانو ته د قانوني مرستې حق وركول زمونږ فرض دے۔ د خالي په ورځ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل فېك نيوز څنګه د ميډيا سيټھ حق منلے شي؟ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل زمونږ په موجوده ميډيا ماډل كښې د عام وګړي ٬ بې وزله ميډيا كاركن او پبلك انټرسټ درې واړو تحفظ نشته۔ بلېك مېلنګ خپل حق ګرځول او اشتهار وركول يوازې پاكستان كښې ممكن دي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ