فېصل آباد 14 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب وئيلي دي چې عمران خان په حقيقي معنو كښې د قائد اعظم پاکستان لپاره هلې ځلې كوو،پاکستان دفاع او حکومت په قوي لاسو كښې دې،څوك هم په ګږه سترګه پاکستان ته نه شي كتلې،د پاکستان پرمختګ ، سوكالي ، د قامي بيرغ سرلوړۍ لپاره هر وخت خپل كردار ترسره كوو،نن هم د مقبوضه کشمير مظلومه کشميريان مونږ نه دي هير كړې، مودي 80 لکهه کشميريان زندان كښې اچولي،ټول حريت قيادت نيولې شوي۔ده د خالي په ورځ کمشنر آفس فيصل آباد كښې د بيرغ هسك كولو نه پس ميډيا سره خبري اتري كولې۔تحريك آزادۍ كارمندان ،کمشنر ، ډي سي فيصل آباد ،پارلماني غړي او د سيمي مشران په ګڼ شمير كښې په دستوره كښې ګډون كولو۔ دوهم وزير فرخ حبيب ووئيل د جشن آزادۍ په محرم الحرام كښې راغلي ، د دې هم احترام دې۔ده ووئيل علامه اقبال چې كوم خواب ليدلې ؤ د هغې تعبير قائداعظم په قيادت كښې زمونږ د پلار نيكه ځانګړي هلو ځلو او قربانيو نتيجه ده۔ده ووئيل مونږ د پاکستان د آزادۍ شهيدانو ته سلام كوو، د پاکستان حفاظت لپاره د ځانونو قرباني وركونكو ته پيرزوئني وړاندې كوو۔ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو ته هم پيرزوئنې وړاندې كوو ،سياچن نه تر کشمير ، افغانستان نه تر چولستان په سختو حالاتو كښې د پاکستان دفاع ناقابل تسخير جوړونكو ته هم سلام كوو۔ده ووئيل پاکستان د نړۍ اتومي هېواد دې ،لوے څښتن پاکستان له ګڼ نعمتونه وركړي۔ ده ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح ايمان ،اتحاد تنظيم پھ اوسولو به تلل وي، مونږ له به پھ حقيقي معنو كښې پاکستان د قائد پاکستان جوړول وي۔(