تربېلا 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په هېواد كښې د ماحول دوسته برېښنا پېدا كولو هڅې كوو، په 10 كلونو كښې به نوي 10 بندونه جوړوو، په مومند بند به كار په كال 2025م او په بهاشا بند به په كال 2028م كښې بشپړ شي، تر څو چې بندونه جوړ نه شي، مونږ اوبه نه شو ذخيره كولې. وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د تربېلا 5 پراختيا پروژې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې تر كال 2030م په پاكستان كښې ماحول دوسته برېښنا جوړه شي، د تربېلا د پراختيا پروژې په نتيجه كښې به ماحول دوست برېښنا راپېدا شي. وزيراعظم عمران خان ووئيل په 10 كلونو كښې به نوي 10 بندونه جوړوو، په مومند بند به كار په كال 2025م او په بهاشا بند به په كال 2028م كښې ترسره شي. وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې د برېښنا ګرانې لوظنامې شوي او د دې په نتيجه كښې حكومت ته ګرانه برېښنا اخستل ورپغاړه شوې. حكومت د اوبو څخه د برېښنا او د شمسي توان څخه د برېښنا جوړولو هڅې كوي. ده ووئيل ټوله نړۍ د موسمياتي بدلون مسئلې سره مخ ده او د نړۍ موسم په تندې سره تودېږي، جېكب آباد په دې وخت كښې تر ټولو توده سيمه ده، په ځنګلات به مخكښې داسې اور نه لګېدو لكه څنګه چې اوس لګي، په روسيه، تركيه او يونان كښې داسې اور لګېدلے كوم چې په انساني تاريخ كښې كله هم نه ؤ لګېدلے. ده ووئېل د دې نه وړاندې كله داسې سېلابونه نه وو راغلي لكه اوس چې راځي. ده ووئيل چين په نړۍ كښې په تندې سره مخ په وړاندې روان دے، چين د وخت نه وړاندې د سباٶن پلان جوړوي، سباٶن لپاره د وخت نه وړاندې د پلان جوړولو ضرورت دے. وزيراعظم ووئېل د تربېلا بند د پراختيا 5مه پروژه به د 807 مليونه ډالرو په لګښت سره ترسره شي، دا پروژه به تر كال 2024م بشپړولې شي او د دې څخه به 1530 مېګاواټ ارزانه ماحول دوسته برېښنا پېدا كېږي