اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی) د افغانستان پخواني وزيراعظم او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمت يار وئيلي دي د افغانستان د سباؤن په اړه د بیانونو خپرولو په ځای ، هند باید خپلو داخلي مسئلو ته پاملرنه وکړي۔ د نوي حكومت جوړولو له د افغان ډلو ترمينځه باضابطه مذاكرات به راروانو څو ورځو كښې افغانستان څخه د غېر ملكي پوځ په بشپړه توګه وتلو نه وروستو پېل كېږي۔ رېډيو پاكستان سره مركه كښې هغه ووئيل هند هم افغانستان كښې امن لپاره بايد مثبت كردار ترسره كړي۔ د افغانستان د سباؤن په اړه د بیانونو خپرولو په ځای ، هند باید خپلو داخلي مسئلو ته پاملرنه وکړي.هند بايد د كشمير جنګ لپاره د افغانستان زمكه نه كاروي بلكې د افغانستان د خپلواكۍ دې احترام وكړي۔ ګلبدین حکمت یار د افغان شخړې په سوله ايزه ډول د مذاكراتو د لارې حل كولو حوالې سره د وزيراعظم عمران خان د اوږدې مودې موقف او مرستې ستائنه وكړه۔ د حزب اسلامي مشر ډاډ څرګند کړو چې د نوي حکومت جوړولو لپاره د افغان ډلو ترمنځ رسمي خبرې به په راتلونکو څو ورځو کښې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته پېل شي۔ هغه هیله وښودله چې ډیر زر به په کابل کښې یو داسے حکومت جوړ شي كوم به چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د قبلولو وړ ويِ۔ ګلبدين حكمت يار ووئيل ټولې ډلې د دې خبرې احساس لري چې افغانستان كښې د نوي حكومت جوړولو له به افغان سياسي لارښودو او طالبانو له په باضابطه توګه مذاكرات كول وي۔ هغه ووئيل په دې لړ كښې غېر رسمي رابطې روانې دي كومې به چې ډېر زر په باضابطه مذاكراتو كښې بدلې شي۔ هغه ووئيل طالبانو په خپلو بيانونو كښې دا په ډاګه كړې ده چې هغوي د خپلې مرضۍ اسلامي امارات مسلط كول نه غواړي هغوي به د ټولو ډلو مشاورت سره يو مخلوط حكومت جوړولو ته ترجيح وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل هند دې د افغانستان د سباؤن په اړه د بیانونو خپرولو په ځای خپلو داخلي مسئلو ته پاملرنه وکړي.