په ټول هېواد كښې د كربلا د شهيدانو په ياد كښې د محرم الحرام په لسمه نېټه د عاشورې ورځ په ډېر عقيدت او احترام ولمانځلې شوه

image

اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی) په ټول هېواد كښې د كربلا د شهيدانو په ياد كښې د محرم الحرام په لسمه نېټه د عاشورې ورځ په ډېر عقيدت او احترام ولمانځلې شوه۔حضرت امام حسېن(رض)او د هغه جانثار ملګرو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو لپاره د ټولو لويو وړو ښارونو٬كلي والو سيمو كښې د علم٬ذوالجناح او د تعزيې جلسونه برآمد شول٬په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو٬د جلسونو په لارو سي سي ټي وي كيمرې لګولې شوې وې۔د اسلام آباد ا و پېنډۍ پشمول د هېواد په نورو ښارونو كښې دا جلسونه برآمد شول او په خپلو خاص ځايونو پاې ته ورسېدل٬په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د عاشورې ورځې په موقع د جي نائن مركزي امام بارګاه څخه جلوس برآمد شو او د خپلو لارو نه تېرېدو سره د پېل كېدو په ځاې بېرته پاې ته ورسېدو٬په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔ځاې په ځاې د سبيلونو اهتمام شوې وو٬مذهبي پوهانو د كربلا په پېښه رڼا واچوله۔د امنيتي اقداماتو له نظره د موبائل فون سروس بند ساتلې شوې وو٬په سركاري توګه د دوه ورځې عامې رخصتۍ اعلان هم شوې وو۔د عاشورې ورځې په اړه په ورځپاڼو كښې خاص ايډېشنل شائع كړی شول٬په ټي وي چينلو خاص پروګرامونه خپاره كړی شول۔د عاشورې ورځې په موقع په بهاولنګر كښې د كريكر د چاودنې اطلاعات ترلاسه شوي او تورن يې پوليسو نيولې۔د دې نه علاوه د كومې ناوړه پېښې اطلاعات نه دي ترلاسه شوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں