اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي په سپريم كورټ کښې د اېډهاك جج په توګه د جسټس احمد علي شېخ د غوره كولو منظوري وركړې ۔ د ګل په ورځ د سپريم كورټ لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې صدر ډاكټر عارف علوي د جسټس احمد علي شېخ په سپريم كورټ كښې د اېډهاك جج منصب سوګند پورته كولو نه تر يو كال تعيناتې منظورې وركړې۔ چيف جسټس ګلزار احمد به جسټس احمد علي شېخ نه نن د نهې په ورځ سوګند اخلي۔ دا خبره دې ښكاره وي جستس احمد علي شېخ د سندھ هائي كورټ چيف جسټس په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي