وزيراعظم عمران خان ته د ډنمارك د وزيراعظم ټېليفون٬دواړو مشرانو د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې

image

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان ته د ډنمارك وزيراعظم ميټي فريډ ركسن د نهې په ورځ ټېليفون وكړو او هغه سره يې د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې۔د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ډنمارك وزيراعظم سره په خبرو كښې د پاكستان نظر واضح كړو او د ټول افغان اولس تحفظ سلامتيا او حفاظت باوري كولو په اهميت يې زور راوړو۔وزيراعظم د جامع سياسي حل په اهميت هم زور راوړو۔وزيراعظم د افغانستان څخه د سفارتي اهلكارو٬د نړيوالو تنظيمونو د عملې او د نورو د افغانستان څخه وتلو لپاره د سهولت وركونكي په توګه د پاكستان كردار په ډاګه كړو۔د ډنمارك وزيراعظم د افغانستان څخه په دې لړ كښې انخلا لپاره د پاكستان ملاتړ او په مرسته د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں