د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال رؤف حسن سره د هالینډ سفیر وليدل،د سيمي او افغانستان په صورتحال د خيالاتو څركندونه

image

سلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال رؤف حسن سره د شورو په ورځ د هالينډ سفیر ووټر پلمپ ليدلي دي ، په دې موقع په سيمه ايز صورتحال او په خاص توګه د افغانستان صورتحال جاج واخستلے شو۔ خاص مرستيال سفير د افغانستان او سيمي صورتحال په اړه د پاکستان موقف څخه خبر كړو۔ د هالینډ سفیر د افغانستان څخه د غیر ملکیانو راويستلو لپاره د پاکستان د چارواكو د مرستي مننه وكړه۔ د هالینډ دفاعی اتاشی خاص مرستيال رؤف حسن ته ووئيل د پاکستان حکومت او چارواكو زمونږ ښه ښه مرسته كړې ۔ د ملاقات په مهال د هالینډ سفارت فرسټ سیکرټری او د ایکسټرنل پبلیسټی ونګ نمائنده هم موجود ؤ

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں