اسلام آباد۔20اګست(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان پلېټ فارم څخه د پرېوتلي تن بچ كوؤنكي پوليس اهلكار كانسټېبل جمال كلهوړو ته د اعزاز وركولو اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ په ټوئيټر جاري كړې خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د فرض شوق او جذبې سره په ترسره كولو مونږ كانسټېبل جمال كلهوړو ته د مارچ په 23 مه نېټه د اعزاز وركولو پرېكړه كړې ده۔ وزیراعظم عمران خان په خپل ټويټ كښې د سورة المائده د يو آيت ترجمه”چا چې د يو انسان ژوند بچ كړو لكه هغه ټول انسانيت بچ كړو” هم شيئر كړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې يوه ورځ وړاندې په خپل ټويټ كښې وزيراعظم يو وېډيو كلپ شيئر كړو په كوم كښې چې دا ليدلې شي چې يو ځوان پوليس اهلكار په رېلوے سټېشن د خپل فرض په ترسره كولو كښې بوخت ؤ چې په دغه مهال يو مسافر د پلېټ فارم څخه خوېدو سره پرېوتو۔ ځوان پوليس اهلكار په تندۍ سره دغه وګړے د ټرېن لاندې راتللو څخه بچ كړو۔ په دې وزيراعظم ووئيل فرض ترسره كول يو انتهائي مقدس كار دے۔ هغه د اولس په خذمت كښې د بوخت دغه ځوان پوليس اهلكار جذبه وستائله