د وزيراعظم عمران خان د کسان کارډد کارکردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد25اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د كروندګرو معاونت ته حكومت اول پام لرنه كوي، كركيله د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ حکومت د اېګريکلچرل ټرانسفارمېشن پلان د لارې په زرعي څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات كوي چې په زړه پورې اثرات ئې رامخې ته كېږي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د کسان کارډ کارکردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې خاص د كر كېلې خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه، ډاکټر شهباز ګل، شهزاد اکبر، د پنجاب وزيراعلي سردار عثمان بزدار، صوبائي وزيران هاشم جواں بخت، حسېن جهانياں ګرديزي او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيل شول په لږه موده كښې د درې لكه 75 زره نه زيات كسان كارډ وركړے شوي او دا شمېره په تندۍ سره زياتېږي۔ د دې كارډ په سبب د سبسډي په مد كښې كروندګرو ته تر اوسه 5 لكه 95 زره ټرانزيکشنز شوي او په مجموعي توګه 60 كروړه سبسډي څخه استفاده شوې ، هيله ده چې د سبسډي په سبب به سږ كال د پومبې پېداوار ډېر زيات شي۔ غونډې ته ووئېل شول د کسان کارډ اجراء څخه د ټوكن نظام خاتمه روانه ده چې ورسره به كروندګرو ته د دوي حق نېغ په نېغ رسېدے شي او د كرپشن به هم خاتمه وشي، كروندګرو ته نورو آسانيو لپاره ډيلرز ته د كارډ كارولولپاره مشينان هم وركړے كېږي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں