وزيراعظم عمران خان به د سټېټ بېنك ترسېوري لاندې د روشن اپنا ګھر پروګرام پرانستې دستوره كښې خاص مېلمه وي

image

اسلام آباد۔27 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان به د جمعې په ورځ د سټېټ بېنك ترسېوري لاندې د روشن اپنا ګھر پروګرام پرانستې دستوره كښې خاص مېلمه وي۔ د روشن اپنا گھر سکیم مقصد بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د پاكستان رئيل اسټېټ څانګه كښې سرمايه كاري كولو يا د نړۍ په كوم هم هېواد كښې پاتې كېدو سره د يو آسان او آن لائن نظام له مخې په زړه پورې شرطونو د پاكستانو بېنكونو نه د پور ترلاسه كولو آساني وركول دي۔دا ګام به بهر هېوادونو كښې د مېشته زياتره پاكستانيانو پاكستان كښې خپلو كورنيو له د كور جوړولو خوب ريښتيا كړي۔ پاكستان ټيلويژن به د دستورې كاروائي خپروي۔

مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں