اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د محرم الحرام په مهال قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته د امنيت ټېنګولو سپارښتنې كولو سره وئيلي دي سوله ثبات په هر صورت باوري كول او د اولس د ځان او مال تحفظ دې خيال وساتلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په داخله وزارت كښې د محرم الحرام په مهال د امن او امان پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړه۔ په غونډه كښې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو نمائندګانو پشمول داخله سېكرټري ګډون كولو۔ په غونډه كښې وفاقي پايه تخت، په څلورو واړو٬ آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان كښې د امن و امان د صورتحال جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د عاشورہ په مهال امن ساتلو پحقله د شريك مشاورت د لارې حكمت عملي جوړه كړې شوې٬ د امن او امان د صورتحال پرله پسې جاج اخستو لپاره په داخله وزارت كښې خاص سېل جوړ كړے شوے۔ په دې موقع داخله وزير ووئيل خاص سېل به د عاشوره محرم په مهال 24 ساعته كار كوي۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد د محرم الحرام په مهال قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته د امنيت ټېنګولو امر كولو سره وئيلي دي د امن او امان صورتحال دې په هر صورت باوري كړے شي٬ د عاشوره په مهال دې موبائل فون سروس يوازې د ضرورت له مخې بند كړے شي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال خيال دې وساتلے شي او امنيتي اقداماتو څخه دې اولس لپاره د ستونزو پېدا كولو نه ډډه وكړې شي٬ وفاقي حکومت به صوبو كښې امن او امان لپاره تکنيکي او نورې مرستې باوري كوي۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي سېكرټري ووئيل امن برقرار ساتلو لپاره د انتظاميې مرستې لپاره سول آرمډ فورسز په ځاے كړے شوي او حساس سيمو كښې امنيت لپاره قانون نافذ كوٶنكو ادارو خاص اقدامات كړي۔