افغانستان كښې به ډېر زر د امن او استحكام نمر څيره اووهي اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د كابينې غونډې نه پس ميډيا سره خبرې

image
APP50-310821 ISLAMABAD: August 31 – Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain briefs the media persons about Federal Cabinet meeting during a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو چوهدري فواد حسېن وئيلي دي افغانستان كښې به ډېر زر د امن او استحكام نمر څيره اووهي او د افغانانو د 40 كالو د غمونو داستان به ختم شي، په افغانستان كښې مستحکم نظام لپاره ھڅې كوٶ٬ مونږ کابل څخه د غېر ملكيانو د فضائي او د زمكې د لارو راوستلو لپاره مرسته كوو، افغانستان څخه انخلاء لپاره زمونږ د هڅو په نړيواله كچه ستائنه شوې، پي آئي اے يوازنے اېئر لائن دے چا چې مزار شريف ته د مرستې سامان رسولے٬ د پاکستان تحريك انصاف حکومت په انتخابي اصلاحات كار كوي٬ په ماضي كښې يو حكومت دې پلو پام نه دے كړے٬ په انتخابي اصلاحات به د اپوزيشن د وړاندېزونو هركلے كوٶ، وفاقي کابينې په اي الېون سېكټر كښې د سي ډي اے عمل دارۍ باوري كولواو د اېل پي جي سلنډر د بيعې كمولو امر كړے ٬ د سيالكوټ٬ كهارياں موټر وے منصوبې وړومبے پړاٶ به روانه اونۍ پېل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل لاس په دعا يو چې په افغانستان كښې د امن او استحكام نمر راوخېژي، وزيراعظم عمران خان او وفاقي کابينې افغان اولس سره د يوالي څرګندونه كړې ، په افغانستان كښې حكومت جوړول د افغان اولس حق دے۔ ده ووئيل د افغانانو هر ممكنه معاونت لپاره عزم لرو، دوي ته به هر ډول ممكنه ريليف وركولو له هڅې كوٶ۔ ده دا هيله ولرله چې د افغان اولس د 40 كالو د غمونو داستان به ډېر زر ختم شي، افغانستان كښې مستحکم نظام لپاره هڅې كوٶ٬ سيمه ايزو او نړيوالو قوتونو سره بشپره مرسته كوٶ۔ ده ووئيل پي آئي اے يوازنے اېئر لائن دے چا چې مزار شريف ته د مرستې سامان رسولے، د فضائي راهدارۍ د لارې د ورلډ فوډ پروګرام پشمول نورې ادارې په افغانسان كښې مرسته كوي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې د غېر ملكيانو په وتلو كښې زياته مرسته وكړو ، ټولې خواهش لرونكې پاكستاني كورنۍ د كابل شا وخوا څخه ويستلې شوي ، پاتې ځينې خلق پخپله هلته مېشته دي۔ ده ووئيل تر اوسه مو د لس زره 302 غېر ملكيانو د افغانستان څخه په انخلاء كښې مرسته كړې ، مونږ عزم لرو چې د ټولو خلقو به د افغانستان څخه انخلاء له مرسته كوٶ٬ كه د ھغوي تعلق د هر قوميت سره وي۔ ده ووئيل د طورخم پولې څخه د ويزه د لارې 2400 كسان پاكستان ته راغلي٬ چې پكښې 825 افغانان او 1570 پاكستانيان شامل دي۔ ده ووئيل چمن پولې څخه 27 كسان پاكستان ته راغلي چې پكښې لس افغانان شامل دي٬ په چمن پوله د معمول له مخې تجارتي هلې ځلې روانې دي،دغسې افغانستان څخه د ناټو او د هغوي اړوند لس زره 302 كسان پاكستان ته راغلي، په دوي كښې 9 زره 32 خپلو هېوادونو ته روان شوي او 1229 پاتې دي چې پكښې 545 افغانان او 684 نور دي چې پكښې 155 امريكانيان هم وو كوم چې روان شوي او د فورسز 42 كسان به د نهې په ورځ ځي۔ده ووئېل د دغې نه پس به يو امريكنے هم پاكستان كښې موجود نه وي٬ كابل څخه انخلاء لپاره فضائي او د زمكې د لارې مرسته كوٶ٬ افغانستان څخه وتلو لپاره زمونږ د هڅو په نړيواله كچه ستائنه شوې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د كابينې په غونډه كښې ډاکټر عشرت حسېن ته په خدمات پېرزوئنې وړاندې كړې شوي، عام وګړي ته ريليف وركولو لپاره حكومت اقدامات كوي٬ وزيراعظم عمران خان اړوندو چارواكو ته د اېل پي جي سلېنډر بيعه كمولو امر كړے او د خزانې وزير او د توان وزير ته بعيه د كمولو ذمه واري وركړې شوي۔ ده ووئېل د سائنس او ټېكنالوجۍ وزير او د پارلماني چارو سلاحكار غونډه د الېکټرانك مشينانو او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو پحقله د پېشرفت نه خبر كړې۔ غونډې ته ووئيل شول د انتخابي عمل په اړه اسټيك هولډرز ته د الېكټرانك ووټنګ مشين د عملي كاركردګۍ مظاهره وړاندې كړې شوې۔ غونډې ته ووئيل شول تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په ايوان صنعت او تجارت كښې د الېکټرانك ووټنګ مشين عملي مظاهره شوې۔ ده ووئېل د پارلماني چارو سلاحكار د 2013 الېكشن پحقله د رامخې ته تحفظاتو په نتيجه كښې د جوړ كړي انكوائري كمېشن د سفارشاتو نه غونډه خبر كړې۔ غونډې ته ووئيل شول الېکټرانك مشينان معرفي كولو سره به ټول تحفظات لرې شي٬ وزيراعظم ووئيل د اصلاحاتو مقصد هېواد كښې جمهوريت قوي كول او د نوي كول بهتري ده٬ سپېځلے او د باور وړ الېكشن د جمهوريت اصل طاقت دے، د پېپر بېلټ پحقله اړوند تحفظات يوازې د الېكټرانك ووټنګ مشينانو د لارې لرې كېدې شي۔ وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل دا وړومبے حكومت دے كوم چې په انتخابي اصلاحات كار كوي، په ماضي كښې يو حكومت دې معاملې ته پام نه دے كړے او اپوزيشن هم د انتخابي اصلاحاتو پحقله سنجيده نه ښكاري، د انتخابي اصلاحاتو پحقله د اپوزيشن د وړاندېزونو به هركلے كوٶ، حکومت د انتخابات طريقه كار غېر جانبداره او سپېځلے جوړول غواري ځكه چې د دې نه غېر جمهوريت تصور نه لري، د پاکستان د مسئلو يوازنے حل صرف جمهوريت دے چې د اكثريت پرېكړې تسليم كړې شي او په قانون عملدرآمد وي۔ده ووئېل كه په قانون عملدآمد وشي نو شهباز شريف به په مزار قائد نه بلكې په اډياله زندان كښې وي٬ ھغه په چل ول حكومت كښې د شاملېدو خواهش لري حالانكه مريم نواز ھغه په (ن) ليګ كښې شاملول نه غواړي۔ ده ووئيل شهباز شريف او بلاول بھټو د انتخابي اصلاحاتو او پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ په ضد محاز جوړ كړے حالانكه ھغوي په دې لړ كښې څه لوستلې هم نه دي۔ ده ووئيل اوسني حكومت د اوورسيز پاکستانيانو سهولت لپاره خاص اقدامات كړي، په وړو جرمونو كښې بنديوان 16 زره 272 پاكستانيان د بهر هېوادونو نه هېواد ته راروستلې شوي، د ماضي واكدارانو د بې وسو او مزدورانو خيال نه دے ساتلے، وزيراعظم عمران خان بهر هېواد كښې مېشته د بې وسه مزدورانو مسئلو حل كولو ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل روسيه سره د توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې ودې لپاره خبرې روانې دي٬ پاکستان د روسيه په مرسته د درې اربه ډالرو د ګاز پائپ لائن منصوبه پېل كوي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي اړيكو نوے دور پېل شي٬ وزيراعظم عمران خان د روسيه صدر پيوټن ته د پاكستان دورې بلنه وركړې ٬ د خارجه وزارت په توسط سره به دې دورې ته ډېر زر حتمي شكل وركړے شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د برتانيې خپل همڅنګ سره پاكستان د رېډ لسټ نه د بهر كولو خبره كړې ٬ په دې لړ كښې د قامي صحت خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان او د برتانيه چيف ميډيکل سائنټسټ ترمېنځه به تفصيلي غونډه كېږي٬ دا پاكستانۍ ټولنې لپاره مهمه ده۔ده ووئېل کابينې ته د كرونا وېکسينېشن كمپائن په اړه بريفنګ وركړے شو چې تېره ورځ 14 لكه واكسين لګولې شوي٬ غونډه د سركاري ادارو د ملازمانو د وېكسينېشن د پېشرفت نه هم خبر كړې شوې۔ وزيراعظم امر وكړو چې د ټولو ادارو مشران دې دا خبره باوري كړي چې ټول سركاري ملازمان وېكسينېشن ولګوي ٬ د 17 كالو نه د كم عمره كوچنيانو د واكسين لګولو پرېكړه هم شوې ، د اېن سي او سي د کرونا وباء مخنيوي اقداماتو ستائنه كوٶ٬ خواري كښو لپاره د بوسټر واکسين ويړيا وركولو پرېكړه شوې ٬ د دې نه وړاندې د دې بيعه 1270 روپۍ مقرر شوې وه۔ کابينې ته ووئيل شول د وفاقي پايه تخت جوړېدو په ابتدائي ورځو كښې اي الېون سېكټر كښې يو څو كلي آباد وٶ او لويه كليواله آبادي په ګولړه كښې وه ٬ دې لپاره د جون په 5مه نيټه كال 1968 كښې دا پرېكړه شوې وه چې سي ډي اے دې په دې سېكټر كښې زمكه نه اخلي ٬ د هغه وخت كابينې د جون په 27مه نيټه كال 1968 كښې د دې پرېكړې توثيق كړے٬ د دې نه پس ځينې سيمې د سي ډي اے په ولقه كښې راغلې خو د اي الېوان سېكټر زياتره برخه د سي ډي اے په عملدارۍ كښې نه د راوستې شوې٬ کابينې ته ووئيل شول په دې وجه د ګولړه ريونيو اسټيټ ځينې سيمې داسې دې چې د منصوبه بندۍ نه غېر آبادۍ شوي۔ ځېنې ځايونو كښې په نجي توګه د قواعدو او منصوبه بندۍ نه غېر کثير المنزله ودانۍ جوړې شوي٬ د منصوبه بندۍ نه غېر ودانۍ جوړول او د آبادو په سبب په شوو زيانونو كښې اربن فلډنګ، د سړكونو بې ترتيبه جوړول٬ د خزلې جمع كولو د مناسب انتظام نشتوالے٬ خزله د اوبو نالو ته غورځول٬ د ټرافېك مسئلې او دغسې نورې مسئلې راپېدا شوي كومو څخه چې د پلازمينه ماحوليات ته خطر رامخې ته دے۔ده ووئېل د دې عواملو له مخې كابينې د كال 1968 د كابينې پرېكړې بېرته اخستو منظوري وركولو سره سي ډي اے ته واك وركړے چې په اي الېون سېكټر كښې دې قواعد او عمل داري باوري كړي۔ كابينې ته ووئيل شول په دې سيمه كښې به هائيډرولاجيکل سروے كولې شي۔ ده ووئيل د تجارتي څانګې ودې په خاص توګه نړۍ سره د هېواد تجارت ته لا وده وركولو په مهال د هر ډول شخړو په ښه ډول د هواري پحقله د ستراتېژك ټرېډ پاليسي فرېم ورك له مخئ “ټريډ ډسپيوټ ريزوليوشن آرګنائزېشن” جوړ كړے شوے ٬ د دې ادارې كاركردګي لا ښه كولو لپاره د مجوزه قانون مسوده كابينه ته وړاندې كړې شوې او كابينه دا مسوده قانون سازۍ لپاره كابينه كمېټۍ ته د لېږلو منظوري وركړې ۔ د اطلاعات وزير ووئيل كابينه ته په اوسنې مثبت اقتصادي اعشارو هم بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 25 اګست كال 2021 د غونډې د شوو پرېكړو توثيق وكړے شو٬ په دې پرېكړو كښې د بشري همدردۍ په بنياد سوريه ته وركړې شوې مرسته٬ د چين څخه درامد كړو 12 ډرونز باندې ډيوټي او ټېكسز كمول، د هېواد تذويراتي ذخيرو لپاره د چينو درآمد او د غنمو دوېم انټرنېشنل ټېنډر ايوارډ پحقله پرېكړې شوې وې۔ قانون سازۍ لپاره د کابينه کمېټي د 25 اګست 2021 په غونډه كښې د شوې پرېكړو هم توثيق شوے۔ ده ووئيل سي پېك لپاره كابينې د كمېټۍ د 12 اګست 2021 په غونډه كښې د شوې پرېكړو هم توثيق كړے۔ په غونډه كښې ګوادر ته د برېښنا وركولو په آپشنز او د ګوادر مارکيټنګ په چارو هم غور شوے٬ دغسې توان لپاره د كابينه كمېټۍ د شلم اګست كال 2021 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړے شو٬ په دې غونډه كښې پاکستان سټيم ګاز پائپ لائن پراجيکټ د هېډ آف ټرمز، تر 25 کلو واټ نېټ ميټرنګ سسټم جنرېشن لائسنس او د لکي الېکټرك پاور کمپني سره په اړوندو چارو هم غور وشو۔ د دې نه علاوه دغه غونډه كښې جون كال 2021 كښې په ګرځېنده قرضو هم بريفنګ وركړے شوے ٶ٬ د کابينې غونډې ته تر جون كال 2021 په ګرځينده قرض بريفنګ وركړے شو او ګرځينده قرض د 450 اربه څخه 150 اربه روپۍ پاتې شوے او هڅه كوٶ چې تر كال 2023 ګرځينده قرض صفر ته راوستلے شي۔ کابينې محمد امين د لاهور الېكټرك سپلائي كمپنۍ سي سي او تعيناتولو منظوري وركړې او د سټډك ټېكنالوجي كمرشلائزېشن كارپورېشن پاكستان د منېجنګ ډائرېکټر امجد علي اعوان استعفيٰ ئې منظور كړې٬ د نېشنل ټېرف کمېشن د چئيرپرسن د ملازمت موده كښې د پراختيا منظوري هم وركړې شوې۔ توان لپاره د كابينه كمېټۍ په 23م او 26 اګست غونډو كښې د شوو پرېكړو هم توثيق شوے ۔ په غونډه كښې پرمختيائي منصوبو له د خرڅونو په مالي وسائلو بريفنګ وركړے شو، د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې 688 اربه روپو پرمختيائي منصوبې پېل كوٶ، په شمالي پنجاب كښې د موټروے لويه منصوبه پېل كړې شوې ٬ د سيالكوټ څخه تر كهارياں موټروے وړومبے پړاٶ به روانه اونۍ كښې پېل شي ٬ په دې به 27 اربه روپۍ لګښت راځي او د كهارياں نه تر اسلام آباد موټروے به په دوېم پړاو كښې بشپړولې شي۔ کابينې ته ووئيل شول د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخئ تر اوسه د 4.7 ټرېليونه روپو منصوبو شناخت شوے ۔ کابينې ته ووئيل شول د سټيل ملز نجكارې لپاره اشتهار وركړے شوے ٬ د سروسز هوټل لاهور كاميابه نجي كاري شوې ، موجوده حکومت پي آئي اے ، پي ټي وي او د راډيو بهترۍ لپاره موثره اقدامات كړي٬ د كابينې په غونډه كښې په د ادارې جاتي اصلاحات د پېشرفت رپورټ وړاندې كړے شو٬ كله چې په كال 2013 كښې ن ليګ اقتدار ترلاسه كړو نو سركاري ادارې په 206 اربه روپو ګټه روانې وې او كله چې د ن ليګ حكومت ختم شو نو دا ادارې په 286 اربه روپو زيان چلېدې۔ غٶنډې ته ووئيل شول د کراچۍ پورټ د كال 1947 څخه تر كال 2018 صرف 67 اربه روپۍ ګټلې خو په تېرو دريو كالو كښې ئې 43 اربه روپۍ ګټلي۔ د اطلاعات وزير ووئيل نوو افغان چارواكو د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد نه كارول باور كړې ، د هند لخوا افغان خاوره ترهګرۍ لپاره استعمال كړې شوې۔ ده ووئيل د افغانستان پحقله د پاکستان پاليسي واضح ده چې يوه پرېكړه به هم نتها نه كوٶ، پاکستان، چين، روسيه او په افغانستان مشتمل د ټرائيکا پلس غونډه په دوحه كښې كېدونكې ده ٬ د افغانستان په صورتحال د مېنځنۍ آسياء هېوادونو ترکيه، چين او ايران سره په رابطه كښې يو، مونږ په سيمه ايزه او نړيواله كچه مشتركه پرېكړه كول غواړو۔ده ووئېل د پاکستان امنيتي ځواكونه د هر ډول چېلنج مخنيوي لپاره چمتو دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سيالكوټ كهارياں موټروے ټهېكه وركړې شوې ، وزيراعظم عمران به روانه اونۍ كښې د دې پرانسته كوي، دا منصوبه به په يو كال كښې بشپړېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د آرټيکل 190 له مخې د سپريم کورټ په پرېكړو د عملدرآمد پابند يو، په ماضي كښې د سياسي بهرتو له امله ادارو ته زيان رسېدلې٬ د تحريك انصاف حكومت اداره جاتي بهرتو لپاره د مېرټ پاليسي معرفي كړې د، د سپريم کورټ په پرېكړه د عملدرآمد پابند يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ګرده نړۍ د پي آئي اے د خدمات معترف ده، كومو طاقتونو چې په دې لړ كښې معاندانه رويه اختيار كړې بايد ھغوي سوچ وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں