اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان د طالبانو لخوا په دې يقين دهانۍ كښې خوښي لري چې افغان خاوره به د پاكستان په ضد نه كارول كېږي٬ څنګه چې طالبانو چين او امريكې ته باور وركړې دې چې افغان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد نه استعمالېږي٬ بايد افغانستان كښې د افغان اولس د خوښې حكومت وي٬ پاكستان په افغانستان كښې د امن بحالي غواړي او خپل تعميري كردار لوبولو له چمتو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په استنبول كښې د ټي آر ټي پروګرام ”سټريټ ټاك” كښې د يوې مركې په مهال كړې۔ ده ووئيل بايد مونږ له هم دا ډول باور راكړے شي لكه څنګه چې چين او امريكې ته وركړے شوے چې افغان خاوره به د كوم هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔ دا خبره صدر مملکت د پروګرام كوربه لخوا د طالبانو په اقتدار كښې د راتلو نه پس د ترهګرو ډلو بيا فعاله كېدو او په افغانستان كښې د نوي حكومت سره د كوم شرط پحقله د پاكستان د دريځ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې كړې۔ ده ووئيل طالبانو چين او امريکې له باور وركړے ٶ پاكستان لپاره هم د دې توقع كوٶ٬ زه هيله لرم چې د افغانستان نوې واكمن به پاكستان سره هم دا ډول طرز عمل اختيار كړي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په منشور كښې په ټاكل شويو نړيوالو اقدارو كښې هم د دې رويې ملاتړ شوے دے۔ د ترهګرو ډلو د مخنيوي پحقله ده ووئيل پاکستان په افغانستان پوله ازغن تار لګوي٬ طالبان د افغانانو حقيقي نمائنده تسليمولو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر مملکت ووئيل حكومت به د نورو هېوادونو په مشاورت سره كومه هم پرېكړه كوي٬ لومړۍ مونږ له د دې كړكېچن صورتحال جاج اخستل دي٬ طالبان د پاکستان د باور جوګه كېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په افغانستان كښې چې هر څوك واكمن وي مونږ په ھغوي باور كوٶ ځكه چې د ګاٶنډي په حېث امن باوري كول دي۔ د افغانستان څخه د امريکې وتل تندي ګرځولو سره ده ووئيل چې پاكستان تل امريكې ته وئيلي دي چې جنګ نه بلكې مذاكرات بهترين حل دے۔ ده د افسوس څرګندونه وكړه د وېتنام جنګ يا افغانستان كښې د سووېت يونين د مداخلې نه پس د پېدا شوي انساني صورتحال نتيجه هېره كړې شوې۔ صدر مملکت ووئيل د افغانستان صورتحال لپاره پاکستان ذمه وار ګرځول يو فېشن جوړ شوے خو ده واضح كړه چې افغانستان كښې چې كوم صورتحال پېدا شوے، ھغه د نړۍ په وړاندې دے، ھغه وخت يو هېواد هم خپل كردار نشو لوبولې، امريکې په افغانستان كښې د شل كالو قيام په مهال 2 كهربه ډالره خرڅ كړي دي او پرمختګ لپاره ئې د سلګونو اربه سرمايه كاري كړې ده۔ ده ووئيل بليم ګېم او د قربانۍ ګډورې لټول آسان كار دے٬ جنګ ځپلي هېواد كښې د استحکام په حواله د پاكستان د كردار پحقله صدر مملکت ووئيل پاکستان افغانستان كښې د امن بحالي غواړي او خپل تعميري كردار لوبولو له چمتو دے۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د څلورو لسيزو د جاري جنګ څخه د افغانستان نه پس پاكستان ته زيات زيان رسېدلے٬ په افغانستان كښې د امن بحالۍ نه پس به پاکستان کاميابي ترلاسه كوٶنكې لوے هېواد وي۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې مسئلې به په تندۍ سره هوارې كړې شي۔ ده ووئيل پاکستان د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كړې٬ دا اقدام افغان اولس له د خېرخواهۍ جذبې په توګه ياد ساتل پكار دي۔ ده ووئيل پاکستان په منطقه كښې پرمختيائي اېجنډا عملدرامد لپاره چين٬ روسيه ٬ تركيه او امريكې سره په تماس كښې دے۔ ده ووئيل هند سازشي کردار لوبوي او دې لپاره د پاكستان په ضد كوم بل هېواد استعمالول پكار نه دي۔ ده د دوه اړخيزه دفاعي مرستې د باور څرګندونې كړې خو د صلاحيتونو څخه استفادې لپاره ئۍ په معاشي اړيكو كښې په لا اضافه زور رواړو۔ ده د جمو و كشمير شخړې پحقله د پاکستان د اقدام د غېر متزلزل حمايت هم ذكر وكړو چرته چې په غېر قانوني تسلط كښې په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ روانې دي۔