پاكستاند قابضو هندي ځواكونو لخوا د سيد عليګېلاني مړے د كورنۍ څخه د اغستو د وحشيانه عمل په سختو ټكو غندنه وكړه

image

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستاند قابضو هندي ځواكونو لخوا د سيد علي ګېلاني مړے د كورنۍ څخه د اغستو د وحشيانه عمل په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي هندي واكداران سيد علي ګېلاني څخه د مرګ نه پس هم په ېره كښې دي٬ كومه چې د هندي ځواكونو د بې حسۍ انتها څرګندوي او كومه چې د دې خبرې غمازي كوي چې هند به په مقبوضه جمو و كشمير كښې خپله قبضه برقرار ساتلو لپاره ټول سول او بشري اقدار د پښو لاندې كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د سيد علي ګيلاني كورنۍ د ارواښاد د ښخولو تيارۍ كولې چې قابضو هندي ځواكونو دهغه په كور چهاپه ووهله ٬ د كورنۍ غړي ئې وځورل او د سيد علي ګېلاني مړے ئې يوړو ۔د هغه كورنۍ قابضو ځواكونو ته ووئيل د سيد علي ګېلانيوصيت له مخې به هغه “د شهيدانو په اديره” كښې سپارلے شي نو قابض ځواكونو ووئيلسيد علي ګېلانيله به د خپلې خوښې په ځاے كښې د ښخولو اجازه ورنه كړے شي۔ د خارجه دفتر وياند وويلد هند سركار د مرګ نه پس هم د سيد علي ګېلاني څخه په ېره كښې دے۔ د هندۍ ميډيا له مخې سيد علي ګېلاني خاورو ته سپارلے شوے او په سيمه كښې كرفيو نافذ كړې شوې او د انټرنېټ سروس معطل كړے شوے ؤ۔ وياند ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د هند په غېر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د دې ځانګړي او سنګين صورتحال په سنجيدګۍ سره نوټس اخستل پكار دې او هند د نړيوالو بشري حقونو او د بشري قوانين د خلاف ورزۍ ذمه وار ګرځول پكار دي

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں