پاکستان په افغانستان كښې د اجتماعيت وړ د سياسي تصفيې پلوي دي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 02ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د اسټريا خپل همڅنګ الېګزينډر شېلنبرګ د زيارت په ورځ ټېلي فوني تماس نيولے۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او آسټريا ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ،اعليٰ تعليم، سېلګرۍ او د كلتور په څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته زياتولو اتفاق كړے۔ د خارجه دفتر له مخې د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان د موجوده صورتحال پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د آسټريا خارجه وزير د افغانستان صورتحال په اړه د پاکستان د نقطه نظر نه خبر كړو او وئ وئيل پاکستان په افغانستان كښې د اجتماعيت وړ د سياسي تصفيې پلوي دے۔ شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ ټول افغان ډلې جامع سياسي تصفيې لپاره راغب كولو له ھڅې كوٶ٬ په موجوده وضعه كښې د افغانانو امنيت او د دوي د حقونو تحفظ باوري كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل افغانستان كښې د تېرو 40 كالو راهسې د روان جنګ خاتمې لپاره يوه تاريخي موقع ده چې افغانستان كښې استحکام لپاره د نړيوالې ورورولۍ د يووالي او د امن هڅې منطقي انجام ته رسولو لپاره مرستياله ګرځېدې شي۔ د آسټريا خارجه وزير کابل څخه د اسټريا وګړو په ويستلو كښې د پاكستان لخوا په معاونت د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د پاکستاني قيادت مننه وكړه۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پاکستان لخوا د وتلوپه عمل كښې د معاونت جاري ساتلو د عزم څرګندونه كولو سره ووئيلافغانستان كښې امنيتي وضعه معمول ته راوستل٬ افغانانبيا د كډواو جوړېدو نه ساتل او د كورنې جګړې اندېښې لرې كولو لپاره به ټولو له شريكې هڅې كول وي، افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكې انساني الميې او معاشي بحران څخه بچ كېدو لپاره به نړيوالې ورورولۍ له د افغانانو معاونت لپاره راوړاندې كېدو سره خپل كردار لوبول وي۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او آسټريا ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په موجوده نوعيت د اطمينان سره د دې لا مستحكمولو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔دغسېخارجه وزير په هري پور كښې د پاك-آسټريا انسټيټيوټ آف الائيډ سائنسز اينډ ټيکنالوجي جوړولو لپاره د آسټريا د قيادت مننه وكړه۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د آسټريا خارجه وزير ته د پاكستان او د اسټريا خارجه وزير د پاكستان خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي له د اسټريا دورې بلنه وركړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں