اسلام آباد 26 اګست(اے پی پی)په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير اينډ رولاكامينارا د افغانستان څخه د ستنېدو په په مهال په مرسته كولو د پاكستان بشپړه مننه كړې۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې اينډ رولا كامينارا ووئيل د افغانستان څخه زمونږ د ستنېدلو عمل بشپړ شوے او د اسلام آباد هوائي مېدان د لارې زمونږ د ستنېدو لپاره په شپه ورځ كار كولو د پاكستان خارجه وزارت٬پي آئي اے٬د اسلام آباد هوائي مېدان عملې٬سول ايوي اېشن اتهارټي او د اي يو پاكستان ډلې ډېره مننه كوو۔ده خپل ټوېټ كښې د اسلام آباد په هوائي مېدان د اروپائي وګړو او د هغوي د مرسته كوونكو پاكستانو چارواكو او عملې عكس هم شيئر كړے