اسلام آباد۔13فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د نوموړي هدايت كار ٬ صدا كار ٬ ليكوال او كوربه ضيا محي الدين په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل ضیا محی الدین په خپل ذات كښې يو فن پاره و۔ د ده ځانګړې انداز د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې زيات مقبول وو۔ د افسوس خبره ده چې يو شمېر په زړه پورې خوبۍ لرونكي دې شخصيت ټولنه پرېښودله۔ وزیراعظم ووئيل ضيا محي الدين په پاكستان كښې ټېلي ويژن هوسټنګ ته يو نوے جهت وركړو او په نړيواله كچه يۍ د اداكارۍ د لارې په بهرنۍ نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړه۔ د نېشنل اکېډمی آف پرفارمنګ آرټس صدر په توګه هغه د نوې فنكارانو په تربيه كښې بشپړه كردار ترسره كړو۔ د ضیا محی الدین آواز به تر ډېرې مودې زمونږ په غوږونو كښې محسوسېږي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د ارواښاد صلاحيتونو او خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔