اسلام آباد16فروری(اے پی پی)د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)چيئرپرسن شازيه مري وئېلي دي چې ځوانان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه ده كومو ته چې ترقي وركول زمونږ ذمه واري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د “ټرن ارائونډ پاكستان: ري شيپنګ دي فيوچر آف پاكستان”په عنوان سي اي او سمټ كښې ګډون كونكو سره په خبرو كښې وكړه۔ شازيه مري ووئيل چې په پاكستان كښې د ټېلنټ كمې نشته خو په دې هېواد كښې ټول رامخې ته كېدونكي كاروبار ته د پليټ فارم وركولو ضرورت دې۔دې د هېواد ډيجيټل په جوړولو كښې د سي اي او كلب كردار وستائېلو۔په سمټ كښې د بېلو هېوادونو سفيرانو٬وفاقي وزيرانو٬سوداګرو او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هم وېنا وكړه۔ شازيه مري ووئيل چې پرامن او سازګار ماحول د كاروبار ودې لپاره لازم دې۔دې ووئيل چې د مسئلو حل كولو لپاره د جمهوريت تسلسل ضرورې دې