وزیراعظم شهباز شریف باركھان سيمي ركھنی بازار كښې د چاؤدني غندنه

image

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف باركھان سيمي ركھنی بازار كښې د چاؤدني غندنه كولو سره د بلوچستان وزیراعلی او آئی جی پولیس څخه رپورټ غوښتلې دې۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوي بیان له مخې وزیراعظم په پېښه كښې په شوي قیمتی ځاني زيان د افسوس او كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې ده۔وزیراعظم د ژوبل كسانو لپاره ښه طبی آسانيو وركولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې ترهه ګر د سزا څخه نه شي بچ كيدې،په ناحقه وينه بهاونكي به قانو سره مخ كولې شي۔وزیراعظم د شهيدانو لوړو درجو ، د غمجنو كورنيو زغم او ژوبل كسانو زر روغتيا له د عا اوكړه

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں