اسلام آباد 14نومبر (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان ووئيل بلوچستان كښې انسانی سلامتیا او د حکمرانۍ په مسئلو كوتلي تګلاري خپلولو ته اړتيا ده،د بلوچستان لینډسکیپ هم د بلوچستان ډویلپمنټ كشې د پرمختګ نه كولو لويه وجه ده۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ ځائې هوټل كښې دستوري “مارګله ډائیلاګ 2024” ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاور ډی سنټرلائز کولو او پالیسیو كښې تسلسل ته اړتيا ده، پاکستان كښې كوم هم پالیسی تسلسل سره نه چليږي۔ ده ووئيل ټول هېواد او په خاص توګه بلوچستان كښې څه ډول اپوائنټمنټ لپاره میرټ به ترنظر ساتل وي او سیاسی مداخلت به كمول وزي- جام کمال ووئيل معاشی پرمختګ او ایکو سسټم كښې بدلون نه غير پرمختګ ممكن نه دې۔ده ووئيل هېواد كښې اکنامک کنسنسس ته اړتيا ده ٬ اکنامک کنسنسس نه غير هېواد مخ په وړاندې نه شي تللې۔ جام کمال ووئيل بلوچستان كښې تعلیمی شرح 45 فیصده ده كومه چې د قومی اوسط شرح څخه كمه ه۔جام کمال ووئيل د بلوچستان مسئلو حل كولو له كوټلې تګلاري ته اړتيا ده،بلوچستان لپاره پرمختيائي پروژو كښې شفافیت او ځائې اولس شرکت باوري كولو ته هم اړتيا ده ځكه چې د بلوچستان کامیابی د پاکستان کامیابۍ سره تړلي ده۔