اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي پاكستان د ترھګرۍ په ضد دوو لسيزو څخه زياتې مودې نه د روان جنګ لويي زيان پورته كړے٬ مونږ د زرګونو په شمېر وګړي او امنيتي اهلكار د لاسه وركړل ٬ د پاكستان پخوانۍ وزيراعظمه محترمه بېنظير بھټو هم ترهګرو شهيده كړه٬ د هېواد يو شمېر سياسي او مذهبي لارښود هم د ترھګرۍ ښكار شوي ٬ ترهګرۍ د هېواد معيشت ته د اربونو ډالرو زيان رسولے ٬ پاكستان مخالف قوتونه د ترهګرۍ ملاتړ او مالي مرسته كوي او دلته د ترهګرۍ كارروائيو لپاره عسكريت خوښي رالېږي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د ترهګرۍ ځپلو د يادولو او هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې نن د اګست په 21 مه نېټه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ځپليو د يادولو او هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ په موقع مونږ د ترهګرۍ دلاسه ټولو ځپلو شوو ٬ د هېواد دفاع لپاره د ځانونو قربانۍ وركوؤنكو د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو مېړنو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل دا ورځ مونږ ته د ترهګرو عناصر د لاسه د خپلو مينه والو د لاسه وركوؤنكو كورنيو دړد او خفګان يادګېرنه كوي۔ ده ووئيل سږ كال د دې سرخط ” د ترهګرۍ ځپلي د امن بېرغ هسك كوؤنكي او معلم “ دا خبره په ډاګه كوي چې ژوندي پاتې شوي وګړي امن ته ودې او د تشدد او انتها خوښۍ تباهي كوونكو اغېزو په اړه شعور بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ صدر مملكت ووئيل زمونږ قام د دې چېلنجونو په مقابل كښې د ځانګړي عزم او استقامت څرګندونه وكړه٬ پاكستان د نړۍ يوازينے هېواد دے كوم چې په ترهګر قوتونو قابو وموندلو او له دوه لسيزو راهېسې دا جنګ په يوازې كوي٬ زمونږ هڅې په نړيواله كچه تسليم كړې شوي او مونږ د ترهګرۍ مخنيوي له په روانو نړيوالو هڅو كښې د خپلې برخې كردار ترسره كولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل نن هم زمونږ مېړنو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو د ترهګرو عناصر په ضد كارروايۍ روانې ساتلې دي او د قام امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي۔ د پوځي عملياتو په څير حربی اقدامات سره يو شمېر ترهګر نېټ وركس په كاميابۍ سره ختم كړے شول ، دې سره سره د قامي اېكشن پلان او د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد د پاكستان قامي بيانيه او نورو سماجي او پرمختيائي منصوبو په ډول غېر حربي اقدامات سره د ترهګرۍ په ضد د كميونټي صلاحيت مستحكم كړے شوے۔ صدر مملكت ووئيل په ننۍ ورځ مونږ د ترهګرو عناصر په ضد د پرېكنده كارروائيو د عزم پخلے كوؤ٬ زمونږ بنيادي مقصد د اولس په مرسته د ترهګرۍ بشپړه خاتمه او هېواد لپاره يو سوله ايز سباؤن ترلاسه كول دي۔ ده ووئيل مونږ د ځپليو كورنيو د مرستې عزم لرؤ۔ ده ووئيل ترهګري يو نړيول چېلنج دے د دې ختمولو له د نړيوالې ورورولۍ اجتماعي هڅو او مرستې ته اړتيا ده۔ مونږ له به نړيواله مرسته پياوړې كول وي٬ انټېلي جنس شيئرنګ به زياتول وي او د هغه سببونو مخنيوې به كول وي كوم چې انتها خوښۍ او ترهګرۍ ته وده وركوي۔ صدر مملکت ووئيل باور لرم چې مونږ په ګډه يوه خوندي او سوله ايزه نړۍ تشكيلولې شوو۔