اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د كانسپټ پېپرز د جوړولو كار زر تر زره تر پايې رسولو هدايت سره وئيلي دي د پاکستان او چين حکومت د سي پېک دوهم فيز لاندې په دې پينځه اقتصادي راهداريانو زر تر زره د کار په پېل کولو موافقه کړې د۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پخپله مشرۍ كښې د سي پېك منصوبو جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د پلاننګ سېكرټري اوېس منظور سمرا٬ د اړوندو وزارتونو سېكرټريز٬ د ادارو مشرانو او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير اړوندو برخه والو (اسټېك هولډرز) او د وزارتونو لوړ پوړو چارواکو ته په دې كورېډورز د شريك پلان جوړولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل ټولو وركنګ ډلو ته په اګست 2023 كښې د چين صدر جن پنګ په تجويز كړو 5 كارېډورز د كنسپټ پېپرز جوړولو هدايت شوے ؤ ٬ د پاکستان او چين حکومت د سي پېک دوهم فيز لاندې په دې پينځه اقتصادي راهداريانو زر تر زره د کار په پېل کولو موافقه کړې۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په 5 نوو کارېډورز كښې ګروتھ، اکنامک ډوېلپمنټ پروجېکټس، انووېشن، ګرین، او ریجنل کنېکټیویټی شامل ده ٬ دا پينځه کورېډورز د پاکستان د اقتصادی پرمختګ فرېم ورک “فائیو ای ایز”سره مطابقت لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پينځه واړه كورېډورز په اړه به د پاكستان هوم ورك سره اړوند جوړ كړے دستاوېز د چين وزيراعظم ته د پاكستان دورې په مهال وړاندې كولې شي۔ ده هدايت وكړو چې ټول وزارتونه دې د سي پېك پورټ فوليو لاندې پينځه كلنه منصوبې جوړې كړي او دا دې جے سي سي ته وړاندې كړي ، په ستمبر كښې دې د جوائنټ ورکنګ ګروپس زياتې نه زياتې غونډې وكړې شي دغسې چې راروانو پينځو كلونو لپاره د سي پېك تګلاره جوړه كړې شي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد بايد په صنعتي او تجارتي پرمختګ او بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې زياتوالې وي۔ احسن اقبال ووئيل ټول وزارتونه دې په راروانو 15 ورځو كښې د سي پېك باقاعده پلان وړاندې كړي۔ ده ووئيل مونږ له نه يوازې دا چې خپله 5 كلنه منصوبه جوړول دي بلكې د چين د سي پېك فېز 2 منصوبې ټول تفصيلات به هم معلومول وي۔ ده ووئيل په نوې آئيډياز اډانه لرونكې منصوبې دې جوړې كړې شي۔ ده زياته كړه چې د جوائنټ وركنګ ګروپ او جے سي سي غونډې له به په مجوزه منصوبو كار زر بشپړ كړے شي