اسلام آباد 20 اګست(اے پی پی)د توان(پاور ډويژن)وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي په صارفين د ګرانې بجلۍ بار كمولو لپاره هر ممكن هڅې كوو٬د توان په څانګه كښې اصلاحات ډېر ضرورې دې٬د توان په بحران قابو موندلو لپاره اقدامات كوو٬حكومت د آئي پي پيز په اړه به اولس ته ډېر زر زېرے وركړي كوم څخه چې به اولس او د صنعت كارو پشمول ټولو ته ګټه ورسي ٬ دغسې د توان په څانګه كښې ښه والي لپاره د بجلۍ تقسيم كوونكو كمپنو نجكاري كولې شي۔د نهې په ورځ يوت كنونشن ته خطاب كولو په مهال د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ووئېل بجلي ګرانه ده خو د ارزانې بجلۍ پېدا كولو لپاره اقدامات كوو٬د بجلي يونټ په بيعه كښې كمي څخه به په اولس بوج كم شي۔ده ووئيل په هېواد كښې په صنعتي پېداوار كښې اضافه ضروري ده٬د يخنۍ په موسم كښې د بجلي ښه استعمال لپاره صنعتي پېداوار كښې اضافه كول وي او د توان لګښت پوره كولو لپاره نوې پلانټس لګول وي۔اويس لغاري ووئېل د توان پېداوار خلق په اړه نامې شمېرې وړاندې كوي٬دا مهال مونږ د 29 زره ميګاواټ بجلي پېدا كولو صلاحيت لرو۔وفاقي وزير ووئيل كه چرې مونږ د دوه ساعت لوډشېډنګ برداشت كړو نو 50 اربه روپۍ بچت كېدې شي٬په ټول هېواد كښې باد پكې 9 زره ميګاواټ بجلي كاروي٬مونږ له د بجلۍ باد پكې كم واټ كارولو منتقل كول دي۔اويس لغاري ووئېل په دې كښې هېڅ شك نشه جې مونږ په منطقه كښې تر ټولو زياته ګرانه بجلي وركوو٬د ډالر په سبب كيپسټي پيمنټ كښې هم اضافه شوې ده۔