تحريك انصاف اوس يتيم كېدونكے دے٬ ډپټي چيئرمېن د اول نه په زندان كښې ٶ اوس اصل چيئرمېن هم ونيولے شو٬ تر دسمبر جنوري به د ګاز په بيعه كښې اضافه نه كېږي۔ د پټروليم وفاقي وزير پرېس کنفرنس

image

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي تحريك انصاف اوس يتيم كېدونكے دے٬ ډپټي چيئرمېن د اول نه په زندان كښې ٶ اوس اصل چيئرمېن هم نيولے شوے ، په خېبر پښتونخوا كښې هر څوك د بدعنوانۍ داستانونه بيانوي٬ كوم خلق چې په خېبرپښتونخوا كښې د عملياتو نه كېدو خبرې كوي هغوي له به هلته د رامخې ته كېدونكو شهادتونو حساب وركول وي، تر دسمبر جنوري به د ګاز په بيعه كښې اضافه نه كېږي۔ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل نن په يوتھ کنونشن كښې شريك د هر ځوان په سترګو كښې اميد او رڼا لېدلې شوه ٬ ځوانانو كښې د مخ په وړاندې تګ جذبه او عزم موجود دے خو ځيني خلق د مايوسۍ او نااميدۍ خبرې كوي٬ كله د د پرلت او كله د اړي ګړي خبرې كوي٬ هم دوي زمونږ د منزل په لار كښې خنډان دي، د دوي مقصد په هېواد كښې آئيني بحران پېدا كول او د ترقۍ او آبادۍ په ځاے بربادي رامخې ته كول ده۔ ده ووئيل د سائفر په معامله د امريكې په ضد د جنګ اعلان نه وروستو هلته اوس د لابسټ ډيوډ فينټن خدمات ترلاسه كړې شوي څوك چې د درېو څلورو لسيزو راهسې د پاكستان د اتومي پروګرام په ضد كمپائن چلوي۔ مصدق ملك ووئيل د دې كسانو مشن يوازې هېواد بربادول دي٬ آبادول نه دي٬ دوي د لكهونو ډالرو په خرڅ كولو په امريکا كښې د پاکستان په ضد قرارداد منظور كړے كه د دوي مقصد هېواد آبادول وې نو آيا د 9 مئي پېښه به شوې وه؟ كه دوي هېواد آبادولې نو آيا د شهيدانو بې حرمتي به ئې كوله؟ هم دا عناصر دي چې په ټي وي چېلنجز د مايوسۍ٬ نامرادۍ او نااميدۍ خبرې خپروي٬ ده ووئيل تحريك انصاف اوس يتيم كېدونكے دے٬ ډپټي چيئرمېن د اول نه په زندان كښې ٶ اوس اصل چيئرمېن هم نيولے شوے۔ده ووئېل په خېبر پښتونخوا كښې هر څوك د بدعنوانۍ داستانونه بيانوي٬ كوم خلق چې په خېبرپښتونخوا كښې د عملياتو نه كولو خبرې كوي دوي له به هلته د رامخې ته كېدونكو شهادتونو حساب وركول وي٬ په خېبرپښتونخوا كښې صوبائي وزير شکيل خان د کابينې نه لرې كړې شوے خو ھغه چې د وزيراعلي په اړه كومه چيټۍ ليكلې ده ھغه هم لوستل پكار ده ۔ده ووئېل ډاكوان خپل مېنځ كښې په جنګ دي، د وزيراعلي په اړه هم د دوي وزير وائي چې ھغه د ترهګرو سهولت كار هم دے او ھغوي ته قلنګ هم وركوي٬ د صوبې وزيراعلي تر ننه چا د كوم شهيد د جنازې په مونځ كښې په ګډون يا په غمرازۍ ليدلې، بيا هم وائيو چې فساد مه خپروې٬ پارلمان ته راشئ٬ په كمېټو كښې كېښنۍ او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ادا كړئ۔ مصدق ملك ووئيل د هېواد 98 فيصده صارفين تر 500 يونټ بجلي استعمالوي٬ 86 فيصده صارفين تر 200 يونټ استعمالوي٬ دوي ته د وفاقي حكومت لخوا د وړاندې نه ريليف وركړے شوے ٬ كه بل صوبائي حكومت هم د خپلې صوبې اولس ته ريليف وركول غواړي نو وركولې شي۔ مصدق ملك ووئيل تر دسمبر جنوري به د ګاز په بيعه كښې اضافه نه كېږي٬ كه د سهولت وركولو حاجت پېښ شي نو ټولو صوبو سره په مشاورت به پرېكړه كوٶ او دوي به ځان سره روان ساتو خو زمونږ هڅه ده چې د ګاز بيعه كښې اضافه ونه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك ووئيل ادارې خپل پخواني افسران تفتيش لپاره په تحويل كښې اخستې دي٬ عدالتي نظام او طريقه كار له هم سمېدل پكار دي۔

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں