د حضرت امام حسېن عليه السلام د شهادت دا پېغام دے چې كه په څرګنده باطل هر څومره په عروج وي بالاخره ختمېدونكې وي۔ د اسلامي جمهوريه پاكستان وزيراعظم د عاشورې ورځې په موقع د قوم په نامه پېغام

image

اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د حضرت امام حسېن عليه السلام د شهادت دا پېغام دے چې كه په څرګنده باطل هر څومره په عروج وي بالاخره ختمېدونكې وي او چې حق هر څومره تر پښو لاندې كړی شي هغه ته قائم پاتې كېدل دي٬د لوے څښتن څخه دعا ده چې هغه مونږ ته د حضرت امام حسېن(رض)د شهادت جذبه ايثار قرباني او حق پرستي په خپل ځان كښې د تازه كولو توفيق راكړي چې دغسې مونږ د هېواد او ملت سرلوړۍ لپاره هر ډول قربانۍ لپاره تيار يو۔د عاشورې ورځې په موقع د اسلامي جمهوريه پاكستان وزيراعظم د قوم په نامه په خپل پېغام كښې ووئيل چې نن د محرم الحرام 1443ھ لسمه نېټه ده كومې ته چې د عاشورې ورځ هم وئېلې شي۔د اسلام راتګ نه وړاندې هم د عاشورې ورځ مهم حصوصيت لرل خو د رسول (ص)د نواسي د شهادت په نتيجه كښې د دې اهميت لا زيات شوې۔د امام عالي مقام شهادت يوه داسې المناكه او درد وركونكې پېښه ده چې امت د پېړو تېرېدو سره هم نن هم په دې شهادت خفه او غم جن دے۔د سلګونو كلونو تېرېدو سره هم دا زخم٬غم او پیښه تازه ده۔ده ووئيل چې د رسول(ص)نواسي او د بطول ځيګر سيدنا حضرت امام حسېن(رض)چې كله د يزيد د جبر او استبداد او د ظلم او ستم منلو څخه انكار وكړو نو هغه د خپلو ملګرو پشمول د كربلا په مېدان كښې شهيد كړې شو۔امام عالي مقام شهادت قبول كړو خو د ظلم او جبر پھ وړاندې يې سر ټېټ نه كړو او نه يې د يزيد حكومت تسليم كړو۔امام عالي مقام خپل اسوه سره دا ثابته كړه چې بايد انسان د حق او باطل په معركه كښې تل د حق ملګرتيا وكړي او بايد قربانۍ وركولو څخه ډډه ونه كړې شي۔اسوه شبيري باطل سره د ټكر كېدو يوه استعاره جوړه شوې او دا د جرات او بهادرۍ هغه د نور مينار دے د كوم ځاې څخه به چې تل لپاره د ظلم او تشدد او د بربريت په ضد پورته كېدونكې تحريكونه ځلا اخلي۔وزيراعظم قوم ته ووئيل چې ګرانو هېواد والو د حق او باطل معركه د ازل څخه ده او تر ابد به روانه وي۔بايد مونږ په هر دور كښې د رېښتيا او انصاف ملګرتيا وكړي۔د دروغو او مكر او فريب هر چال ناكامه كولو سره امام عالي مقام ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړو۔د دين اسلام د كومو اصولو په خاطر چې حضرت امام حسېن(رض)د آل رسول(ص)شهادت وړاندې كړو د هغه اصولو علم پورته كولو لپاره بايد موڼږ هم د قربانۍ وړاندې كولو نه ډډه ونه كړو۔د حضرت امام حسېن د شهادت دا پېغام دے چې كه په څرګنده باطل هر څومره په عروج وي بالاخره ختمېدونكې وي او چې حق هر څومره تر پښو لاندې كړی شي هغه ته قائم پاتې كېدل دي٬د لوے څښتن څخه دعا ده چې هغه مونږ ته د حضرت امام حسېن(رض)د شهادت جذبه ايثار قرباني او حق پرستي په خپل ځان كښې د تازه كولو توفيق راكړي چې دغسې مونږ د هېواد او ملت سرلوړۍ لپاره هر ډول قربانۍ لپاره تيار يو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په آخر كښې د دې خبرې وئېل ضروري ګڼم چې د كورونا اېس او پيز دې هم باوري كړې شي چې دغسې هېواد د دې وبا څخه محفوظ شي٬لوے څښتن دې زمونږ حامي او ناصر شي۔پاكستان پائنده باد

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں