اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين سره پاكستان كښې د كوريا سفير سوسانګ پيو د خېرسكالۍ ملاقات كړے۔ په دې موقع وفاقي وزير شوكت ترين ووئيل چې حکومت جامع او تل پاتې اقتصادي شرح نمو غواړي، په هېواد كښې د ګاډو صنعت ته پراختيا وركولو لپاره جامع پالسي وضع كوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان او كوريا ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې دي او پاكستان دا اړيكې لا قوي كول غواړي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه