د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ د روزويلټ هوټل كارپورېشن واجبات ادا كولو لپاره د 10 ملين ډالره منظوري وركړه

image

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د روزويلټ هوټل كارپورېشن واجبات ادا كولو لپاره د 10 ملين ډالره كارولو منظوري وركړې۔د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد میا سومرو، سیّد فخر امام، سیّد علی حیدر زیدې ،د تجارت صلاكار تجارت عبدالرزاق داود، وفاقی سیکرټریز، دایف بی آرچیئرمین ،د ایس اي سي پي چیئرمین او نورو سينئر چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې د سټېټ بېنك ګورنر د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د هوا بازۍ ډويژن لخوا د روزويليټ هوټل كارپورېشن واجباتو پشمول ځايې ټيكسونو او د يوټيليټيز ادائيګۍ په اړه سمري وړاندې كړې شوه۔پي آئي اے٬آئي اېل كمېټۍ ته خواست وكړو چې د مالي واجبات سمدستي ادائيګۍ لپاره نېشنل بېنك سره د موجوده 10 ملين ډالرو كارولو اجازه دې وركړې شي۔د تفصيلي بحث او غور نه پس اي سي سي د دې منظوري وركړه او هدايت يې وكړو چې د ټولو چارو دې جاج واخستلے شي او د فنډز كارولو په اړه دې آډټ شوے رپورټ كمېټۍ ته وړاندې كړے شي ۔اي سي سي د روزويلټ هوټل مالياتي او آپرېشنل چېلنجونو مخ نيوي لپاره د نړيوال معيار كنسلټنټ شاملولو هم هدايت وكړو۔په غونډه كښې الېكشن كمېشن آف پاكستان له د كنټونمنټ بورډ د ټاكنو په لړ كښې د الېكشن كمېشن آف پاكستان لپاره د 215 ملينه روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړې شوه ۔په غونډه كښې د كووډ 19 ويكسين او وبا مخ نيوي لپاره د نورو آلاتو اخستو لپاره 50100 ملين روپو د تكنيكي ضمني ګرانټ هم منظوري وركړې شوه كوم چې د اېشينډوېلپمنټ بېنك لخوا د 300 ملينه ډالرو مرستې له مخې جاري كړےشوے

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں